کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې، پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ١٨ کاله بند محکوم کړل.
د دغه مرکز مطبوعاتي مسوول احمد خالد موحدنن (د سلواغې ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو کسانو له ډلې دوه يې د هلمند او اروزګان ولايتونو اوسېدونکي دي او له ٤٧٠ کيلوګرامو ترياکو سره يو ځاى د هلمند د خانشين ولسوالۍ په کاګولۍ دښته کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړې، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو، له يادو کسانو څخه يو ميل کلاشينکوف، څلور شاجورونه، له سلو څخه زياتې مرمۍ او د سټلايټ ټېلېفون غوږۍ، لاس ته راوړي دي.
موحد وويل، چې د نشه يي توکو او مسکراتو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې استيناف محکمې قضايي پلاوي، د الزامي دليلونو پر بنسټ ياد دوه تنه په يوه قضايي غونډه کې تر ١٨ کلونو پر تنفيذي بند محکوم کړل.
د سرچينې په وينا، تېره ورځ درې تنه نور هم د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور هر يو پر ١٨ کلونو تنفيذي بند محکوم شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې د روانې اونۍ په لومړيو کې د دوو پوليسو په ګډون اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په جرم تر ٢٠ کلونو پورې پر بند محکوم کړل.
د موحد د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړيو ٨ مياشتو کې د نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو پر وړاندې د مبارزې محکمې له خوا له ٥٣٠ څخه زياتو کسانو ته تر شلو کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دغو کسانوکې د پاکستان، ايران او تاجکستان د يوولسو وګړو په ګډون د ملکي خدمتونو ٣٤مامورين شامل دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن