ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
13 Feb 2013 - 18:31
author avatar
13 Feb 2013 - 18:31

لښکرګاه (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو قومي مشر د جګړې پر مهال وژل شوى دى.

د دې ولايت د امنيه  قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د سلواغې په  ٢٥ مه  پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا سيمه کې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د هغه په وينا، وژل شوى قومي مشر حاجي ميرزاخان نوميږي، چې کله د دولت وسلوالو مخالفينو  دپوليسو او بهرنيو ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل، نوموړى په کې ووژل شو.

د د ه په خبره، دا نه ده معلومه، چې نوموړى له کوم لوري څخه ويشتل شوى، سيمه کې ملکي خلک ډېر وو، چې ناڅاپه وسلوالو طالبانو بريد وکړ او له هغه وروسته  جګړه پيل شوه.

بل خوا د کښته کجکي د سيمې يو اوسيدونکي اسدالله عليزي پژواک اژانس ته وويل، چې حاجي ميرزاخان د بهرنيو ځواکونو لخوا قصداُ وژل شوى دى .

د هغه په وينا، مېرزاخان د کجکي ولسوالۍ د خانانو د کلي اوسېدونکى و، خو تېره شپه د سنګين په ساروان کلا کې مېلمه و او کله  چې له خپل ورور او موټر چلوونکي سره د شپې نهه بجې د کجکي پر لور روان و، بهرنيو ځواکونو لومړى له موټره ښکـته او بيا يې د ورور او موټر چلوونکي پر وړاندې په ډزو وژلى دى.

خو د پوليسو مسوولين د ځايي اوسېدونکي خبره نه مني او بهرنيو ځواکونو په دې اړه  څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.