ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي

په کونړ کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
13 Feb 2013 - 11:46
په کونړ کې ١٠ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
13 Feb 2013 - 11:46

اسعداباد (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٠ ملکي وګړي او درې طالب قوماندانان وژل شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د سلواغې په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د شيګل ولسوالۍ د سولتن درې په چوګان کلي کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا ګډ عمليات ترسره شوي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال نښته رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې پنځه ماشومان، څلور ښځې او يو سړى وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د نښتې په ترڅ کې درې طالب قوماندانان هم وژل شوي ، چې په سيمه کې يې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسلواله مبارزه کوله.

د کونړ د ولايتي شورا مشر حاجي مياحسن عادل دغه پېښه وغندله او پژواک اژانس ته يې وويل، دوى هېڅکله داسې عمليات نه غواړي، چې په هغه کې ملکي خلکو ته زيان ورسېږي.

د ده په خبره، دوى هڅه کوي، چې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله راکمه کړي او په دغه ډول عملياتو سره نظامي ځواکونه نور هم دغه فاصله ډېروي.

د شيګل ولسوالۍ يوه چارواکي وويل، چې د عملياتو پر مهال د شاهپور، راکټي او ياسين په نومونو مشهور قوماندانان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د راکټي په نوم مشهور طالب قوماندان پاکستانى و او په دې سيمه کې ډېر فعال و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه عمليات ومنل او زياته يې کړه، چې په ترڅ کې يې نهه ملکي وګړي، درې د دوى ملګري او پنځه د ګډو ځواکونو سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې تېره شپه د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو طالب قوماندان په ګډون اووه وسلوال وژل شوي وو.

ايساف په شيګل ولسوالۍ کې د دغو ګډو عملياتو په اړه وايي، چې دوى ته تراوسه په دې اړه د رد او تاييد راپور نه دى ورکړل شوى او د دوى ډېرى عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره کيږي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.