غزني ښار (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): د غزني د قره باغ ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لويه لاره په ترافيکې پېښه کې ١٨ تنه مړه او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدحسين د سلواغې په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار وخته د قره باغ ولسوالۍ په نوروزخېلو سيمه کې د کابل -کندهار پر لويه لاره د ٣٠٣ او کوماز موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه کې تر اوسه ١٨ ته مړه او ٢٣ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، ٣٠٣ موټر د احمدشاه ابدالي شرکت اړوند دى، چې له کابله کندهار ته پر لاره و.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې سيمې ته پوليس تللي څو د پېښې قربانيان روغتون ته ورسوي.
د يادونې ده، چې د تېرې وږي په مياشت کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني د اب بند ولسوالۍ په اړونده سيمه کې د احمدشاه ابدالي بس ټرانسپورټ يوه ٣٠٣ موټر له يوه ټېلر سره ټکر وکړ، چې په پايله کې يې د کندهار د ٥ ځوانو خبريالانو په ګډون ٥٣ تنه مړه شول او ٥ نور ټپيان شول.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن