ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو نجونو کابل کې په يوې ديني سيالۍ کې ګډون وکړ

سلګونو نجونو کابل کې په يوې ديني سيالۍ کې ګډون وکړ

author avatar
15 Feb 2013 - 11:52
سلګونو نجونو کابل کې په يوې ديني سيالۍ کې ګډون وکړ
author avatar
15 Feb 2013 - 11:52

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩١): په کابل کې د جمعيت اصلاح افغانستان د خويندو څانګې له خوا “د رسول الله (ص) د بيبيانو سيرت” په سيالۍ کې له نهه سوو ګډونوالو نجونو څخه ازموينه واخيستل شوه.

دا سيالي نن د سلواغې په ٢٧مه، د کابل ښار د سلام خصوصي پوهنتون په ودانۍ کې پر لاره اچول شوې وه.

د جمعيت اصلاح د خويندو د څانګې د تربيت مسوولې او د دې سيالۍ يوې تنظيموونکې مسعودې جامي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې سيالۍ کې د کابل، کاپيسا، پروان او ننګرهار نهه سوه تنو ښځينه زده کوونکو او محصلينو ونډه اخيستې ده.

هغې د دې سيالي موخه، د ځوان نسل په ځانګړي ډول خويندو ته د رسول الله د بيبيانو د سيرت پېژندل او د هغوى د علمي کچې لوړول وښودل.

هغه وايي، دغه راز به له دې لارې وکولى شي په ټولنه کې د اسلامي فکر، عقيدې او فرهنګ ودې ته پراختيا ورکړي؛ بله دا چې په خويندو کې به د مطالعې فرهنګ هم دود کړي.

نوموړې زياته کړه، په دې سيالۍ کې د شموليت لپاره نوم ليکنه د کابل ښار په لسو ځايونو کې د مرغومي په ١٥مه پيل شوې وه او پايله به يې د راتلونکې کب مياشتې په شلمه، اعلان شي.

د هغې په وينا، په سيالۍ کې به د لومړي مقام ګټونکې ته د ٤٠زرو افغانيو په ارزښت لپ ټاپ کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکې ته د ٣٠زرو افغانيو په ارزښت لپ ټاپ کمپيوټر او درېيم مقام ګټونکې ته د شل زرو افغانيو په ارزښت ډيسک ټاپ کمپيوټر ډالۍ ورکړل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز يو شمېر د لوړو نومرو ګټونکو ته د کاليو مينځلو او ګنډلو ماشينونه، د لوښو سيټونه، د کاليو اوتو او حجابونه هم د ډالۍ په توګه په پام کې نيول شوي دي.

هغه وايي، د ډاليو په برابرولو کې ورسره د هېواد يو شمېر سوداګرو او ځينو نورو کسانو مرسته کړې ده.

د کابل ښار اوسېدونکې او د دې سيالۍ ګډون کوونکې تمنا، له دې سيالۍ خوښي وښوده او له نورو ارګانونو يې د دغسې سياليو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.

هغې هيله وکړه، چې کورنۍ دې هم خپلو لوڼو او خويندو ته د ديني مطالعې زمينه برابره کړي.

د جمعيت اصلاح د خويندو د برخې د تربيت مسوولې د معلوماتو له مخې، دا ټولنه د خويندو لپاره هر کال دغه ډول سيالي ترسره کوي، دغه راز بېلابېل نور فعاليتونه، لکه کنفرانسونه، ديني سيالۍ او غونډې يې هم په لاره اچولې دي.

هېره دې نه وي، چې تېر کال (١٣٩٠) هم، د جمعيت اصلاح د خويندو د برخې له لوري (د اسلامي فقهې ستوري) سيالي په لاره اچول شوې وه، چې څه باندې ١٥٠٠ نجونو په کې برخه اخيستې وه.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.