ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ولايتي شورا او د چغچران بازار بېرته پرانيستل شول

د غور ولايتي شورا او د چغچران بازار بېرته پرانيستل شول

author avatar
16 Feb 2013 - 15:04
د غور ولايتي شورا او د چغچران بازار بېرته پرانيستل شول
author avatar
16 Feb 2013 - 15:04

چغچران (پژواک ۲۸ سلواغه ٩١): د چغچران بازار او د غور ولايتي شورا دفتر له پنځه ورځني لاريون او پرلپسې اعتصاب  وروسته بېرته پرانيستل شول.

دغه لاريونونه د سلواغې په ۲۴مه نېټه د مدنې بنسټونو، ولايتي شورا او کسب ګرو د سلګونه غړو په ګډون پيل، د ښځو او ماشومان په لاريونونو سره يې دوه ورځې نور هم دوام وکړ.

دوی پر دولت له دې امله، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې کارونه نه دي شوي او برېښنا نه لري، سختې نيوکې وکړې او ګواښ يې کاوه، تر هغه چې دولت د سړک جوړولو او برېښنا د تمديد لپاره پرېکنده ژمنه ونه کړي، خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.

په دې موده کې د يادو غوښتنو د پوره کېدو لپاره د غور د ولايتي شورا دفتر او د چغچران بازار تړل شوي وو. خ

و دغور والي سيد انور اعلی رحمتي اعلان وکړ، چې د خلکو له استازو او کسبګرو سره له ناستې وروسته د چغچران ښار او ولايتي شورا له تېر مازديګر نه را په دېخوا بېرته پرانيستل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جمهوري رياست او سيمه ييزو ارګانونو په تيلېفوني اړيکه کې ژمنه وکړه، چې د غور د خلکو ستونزې به هوارې شي.

رحمتي زياته کړه، ټاکل شوې چې د ده په ګډون د ولايتي شورا، ولسي جرګې، سپين ږيرو او مشرانو يو پلاوی د همدې اونۍ په اوږدو کې کابل ته ولاړ شي او دغه ستونزې به له ولسمشر حامد کرزي او اړوندو وزيرانو سره مطرح کړي.

د غور والي زياته کړه، د اوبو او برېښنا وزارت ژمنه کړې، ډېر ژر به د چغچران ښار د ګرم اب بند چارې د څلورنيم مېګاواټ برېښنا په وړتيا، چې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي، په راتلونکي پسرلي کې پيل شي.

سيمه ييز چارواکي وايي،چې که د برېښنا دغه بند جوړ شي، نو ټول چغچران ښار ته به برېښنا ورکړي.

اوسمهال د يو کليوواټ جنراتوري دولتي برېښنا بيه په ۶۰ افغانۍ ده، هغه هم د چغچران ښار په نيمايي برخو کې شته، او خلک يې د ځان لپاره ملا ماتوونکې بيه بولي .

خلکو په خپلو پر لپسې لاريونو کې  د هرات -غور او غور-کابل مرکزي سړکونو د جوړولو غوښتنه هم کوله، چې د باميان او ميدان وردګو ولايتونو له لارې له کابل سره نښلي.

دوی ويل، چې که چېرې د غور مرکزي سړک قير او بيا ورغول شي، نه يواځې بيې به ورسره ښې شي، بلکې د خلکو اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.

خو د غور والي وويل، چې چاپان د غور – هرات سړک د رغولو لپاره د ۸۰ ميليون ډالرو مرستې ژمنه کړې او ټاکل شوې، چې له غور نه د هرات په لور د ۱۲ کيلومتره سړک رغونه، په راتلونکي پسرلي کې د ټولګټو وزارت له خوا پيل شي.

خو له دې سره سره د غور والي زياته کړه، د غور- هرات سړک، چې ۱۶۰ کيلومتره اوږدوالی لري، د بيارغولو لپاره ۱۵۰ ميليون ډالرو ته اړتيا ده او دولت کوښښ کوي، چې پاتې نورې پيسې هم د دغه نښلوونکې پروژې لپاره  له ډونرانو ترلاسه کړي، څو په دې برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.

بلخوا د چغچران د کسبګرو رييس سلطان محمد پژواک ته وويل، چې دوی خپل اعتصاب  د لنډ مهال لپاره پای ته رسولی او د چغچران ښار يې پرانيستی دی.

هغه ګواښ وکړ، که دولت يې د برېښنا او سړک ستونزه ژر تر ژره حل نه کړي، دوی به بېرته بازار بند کړي.

دغور د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان د غور ولايتي شورا د دفتر  د پرانيستل کېدو تر څنګ وويل، دوی غواړي په دې برخه کې د دولت شوې ژمنې د عمل جامه واغوندي او که داسې ونه شي، نو د ولايتي شورا دفتر به بېرته بند کړي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.