ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت په کليو کې طالبانو ته رسميت ورکوي”

“حکومت په کليو کې طالبانو ته رسميت ورکوي”

author avatar
17 Feb 2013 - 15:42
“حکومت په کليو کې طالبانو ته رسميت ورکوي”
author avatar
17 Feb 2013 - 15:42

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩١): د ملي جبهې مشر وايي، بهرنيو ځواکونو ته د هوا له لارې پر طالبانو د بريد اجازه نه ورکول، د دې معنى لري چې حکومت په کليو او بانډو کې طالبان په رسميت پېژني.

د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود دغه څرګندونې نن په کابل کې د هغې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د ځوانانو د سمون او بدلون شبکې په نوښت جوړه شوې وه.

مسعود وويل، چې که دغه ډول طالبانو ته رسميت ورکول پيل شي، نو ډېر ژر به ولسوالۍ او ځيني ښارونه هم ونيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر حامد کرزى وويل، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره به حکم وکړي چې نور افغان ځواکونه نه شي کولى په کليوالي سيمو کې د عملياتو پر مهال له بهرنيانو د هوايي ځواک مرسته وغواړي.

کرزي د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د تېرې چهارشنبې په هوايي بريد کې د ١٤ ملکي وګړو مرګ ژوبله ياده کړه او د ناټو د قوماندان له قوله يې وويل، چې دغه عمليات د ملي امنيت ځواکونو په غوښتنه ترسره شوي وو.

کرزي وويل: “که دا حقيقت وي، دا ډېره د افسوس خبره ده، ډېره د شرم خبره ده، چې زموږ د ملي امنيت منسوبين به، په خپله خاوره کې په خپل کور کې، د څلورو کسانو په مقابل کې له خارجيانو څخه طيارې غواړي او هغه طيارې زموږ کلي بمباروي.”

 احمدضيا مسعود په نننۍ خبري ناسته کې طالبان له سنتي خلکو جوړه افراطي ډله وبلله او زياته يې کړه، چې طالبان د ډيموکراسۍ پر ارزښتونو او مدني ټولنو باور نه لري او غواړي چې په افغانستان کې امارت جوړ کړي او مشروعيت يې له “پنځو مذهبي عالمانو” څخه ترلاسه کړي.

 دى وايى، طالبان غواړي چې پر خلکو په منځنيو پېړيو کې د کليسا د واکمنۍ په څېر چې د خلکو رايې ورته اهميت نه درلود، واکمني ولري او خپل ځانګړي مذهبي عقايد پر خلکو تحميل کړي.

د ده په وينا، د افغانستان د نورو خلکو او طالبانو تر منځ لوى توپير په دې کې دى، چې طالبان نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي او سياسي ګوندونه او مدني ټولنې نه مني.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو او د افغانستان د خلکو ليد ډېر زيات توپير سره لري او هېڅ مشترکه وجه نه لري.))

د ده په وينا، وهل، ټکول، وژنه او سوځول د طالبانو د ژوند مهمه فلسفه ده.

مسعود وايي، کوم پروګرامونه چې د سولې په برخه کې حکومت پيل کړي، په هېڅ ډول نه شي کولاى، چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي.

د ده په وينا، طالبان ځکه له دغه حکومت سره نه يوځاى کېږي، چې بيا نه شي کولاې، وزير او يا رييس جمهور شي.

هغه زياتوي: ((طالب وکيل کېداى نه شي؛ ځکه څوک رايه نه ورکوي، طالب ولسمشر کېداى نه شي؛ ځکه څوک رايه نه ورکوي او وزير کېداى خو ځکه نه شي، چې د هغوى ټولې زده کړې مذهبي دي او په ځانګړې رشته کې زده کړې نه لري.))

هغه وايي، چې طالبان د نشه يي توکو له کښت او قاچاق څخه په ميليونونو ډالرو عايد لري او که د سولې له پروګرام سره يوځاى شي دغه عايد او خپل نړيوال شهرت له لاسه ورکوي او د خلکو په زړونو کې د هغوى “وحشت او دهشت” له منځه ځي.

د ده په وينا، له بل پلوه طالبان په دې پوه دي، چې اوسنى حکومت يو ضعيف حکومت دى؛ نو ځکه ورسره سوله نه کوي.

هغه زياتوي: ((دا د ګورلايي جګړو نښه ده، تر هغه چې ګورلايي ډلې په حکومت پياوړې وي، سولې ته نه حاضرېږي.))

مسعود ټينګار وکړ، چې حکومت بايد په هېواد کې رڼې ټاکنې ترسره کړي او که دغه کار يې ونه کړ، سياسي بې ثباتي به رامنځته شي.

دى وايي، چې د افغانستان په څېر په وروسته پاتې هېوادونو کې حکومتونه هڅې کوي، چې د ځان د بقا لپاره کار وکړي او په هر ډول چې وي خپل واک وساتي.

ده تور پورې کړ، د افغانستان حکومت پر واک د پاتې کېدو لپاره نه غواړي، چې راتلونکې ټاکنې رڼې وي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.