ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر او ننګرهار کې درې وسلوال وژل شوي

په لوګر او ننګرهار کې درې وسلوال وژل شوي

author avatar
17 Feb 2013 - 12:46
په لوګر او ننګرهار کې درې وسلوال وژل شوي
author avatar
17 Feb 2013 - 12:46

کابل-پلخمري (پژواک ۲۹ سلواغه ٩١): په لوګر او ننګرهار ولايتونو کې د افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په پايله کې د دولت درې وسله وال مخالفين وژل شوي او په بغلان ولايت کې د طالبانو يو نظامي مسوول نيول شوی دی.

د هغې خبرپاڼې له مخې، چې نن د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، ويل شوي، چې دوه وسلوال مخالفين د لوګر په څرخ او يو هم د ننګرهار په شېرزادو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په دغو دوو عملياتو کې، چې د طالبانو د دوو مهمو غړو د نيول په موخه له لاره اچول شوي وو، څو ميله وسلې، يوه اندازه مهمات او څو لاسي بمونو هم ترلاسه شوي دي.

ايساف د يادو دوو طالبانو په اړه وضاحت نه دى ورکړى، خو وايي، چې دغو دوو تنو د سړک غاړې د ماينونو او نورو ورانکاره کړنو څارنه کوله او يوه يې د ننګرهار په حصارک کې له وسلوالو مخالفينو سره مرسته کوله.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ولي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوی، يو ټپي دى او پوسته هم ويجاړه شوې ده.

ايساف د بغلان په بغلان جديد ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په ترڅ کې د يوه طالب قوماندان په ګډون د درېيو تنو د نيولو خبر هم ورکړى دى.

د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قوماندان پر ايساف او افغان ځواکونو د بريدونو د پلان او د طالبانو نظامي او لوژيستيکي مسووليت پر غاړه درلود.

خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال مل پاسوال غلام سخي رستاقي پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې د بغلان امنيتي ځواکونو برخه نه درلود.

هغه زياته کړه، چې دغه عمليات تېره نيمه شپه له چورلکې په استفادې ترسره شوي او له پاکستان نه د طالبانو د تازه را ستانه شوي نظامي مسوول ملا ديان په ګډون يې درې وسله وال مخالفين ژوندي نيولي دي.

رستاقي زياته کړه، چې دغه عمليات د مرکزي بغلان د وردګو په کلي کې ترسره شوي او درې ميله وسله هم د ايساف ځواکونو ترلاسه کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده چې ايساف ځواکونو تېره ورځ ويلي وو، د طالبانو يو بل قوماندان هم، چې د بغلان جديد ولسوالۍ له خلکو په باج اخيستلو او د سړک د غاړې ماينونو په اېښودلو تورن و، نيولی دی.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.