ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتصالات چیلنج کپ سیالۍ ، خوست او هلمند خپلې لوبې وګټلې

author avatar
18 Feb 2013 - 18:08
author avatar
18 Feb 2013 - 18:08

جلال اباد ( پژواک ۳۰ سلواغه ۹۱ ) د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات چلنچ کپ ترنامه لاندې د کرکټ ولایتي يو ورځنیو سیالیو په لړ کې خوست تخار او هلمند بغلان ولایت ته ماتې ورکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک  د سلواغې په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د  خوست او تخار ترمنځ د ترسره شوې لوبې پچه خوست وګټله او لومړی یې پخپله لوبه وکړه، خوست په ۴۷ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۶ منډې جوړې کړې او تخار ته یې د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.

هغه زیاته کړه چې  د خوست له لوري همیم ۵۰، محمد خان ۴۷ او شاهد ۲۹ منډې جوړې کړې او د تخار له لوري زاهد علي او عبدالرحمن درې درې لوبغاړي وسوځول.

د تخار ولایت لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله په ۲۸ اورونو کې په ۱۴۰ منډو وسوځیدله، د تخار له لوري امین الله ۳۴ او زاهد علي ۲۹ منډې جوړې کړې او د خوست له لوري احسان منګل، جاوید ځدران او محمد خان درې درې لوبغاړي وسوځول.

دویمه لوبه د هلمند او بغلان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، بغلان پچه وګټله او لومړی یې پخپله لوبه وکړه، بغلان په ۴۸ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۷ منډې وکړې او هلمند ته یې د ۲۹۸ منډو هدف ورکړ، د بغلان له لوري خالقداد نوري ۹۴، نیاز ولي ۴۸ او جمعه ګل ۴۶ منډې وکړې، د هلمند له لوري عبدالرحمن ۵ او رحمت الله ۲ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وایي چې د هلمند لوبډله دیوې په زړه پورې سیالۍ وروسته یاد هدف په اته څلویښتم اوور کې ترلاسه او لوبه یې وګټله، د هلمند له لوري عبدالرحیم ۱۰۷ او عبدالرحمن ۷۲ منډې جوړې کړې، عبدالرحیم ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ په دې يو ورځنيو سياليو کې له ټول هېواد څخه د ٢٠ ولايتونو لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي دي.
ددې سياليو په پاى کې به په هر ګروپ کې لومړى مقام ګټونکې لوبـډله د اتصالاتو ايليټ کپ يو ورځنيو سياليو ته لاره پيدا کوي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.