ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښاريان د ملي بس خدمتونه غواړي

د کندهار ښاريان د ملي بس خدمتونه غواړي

author avatar
18 Feb 2013 - 16:00
د کندهار ښاريان د ملي بس خدمتونه غواړي
author avatar
18 Feb 2013 - 16:00

کندهار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩١): د کندهار ولايت اوسېدونکي د ښاري ترانسپورتي اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې په دغه ښار کې د ملي بسونو ځاى ټکسي موټرو او زرنج موټرسايکلونو نيولى، چې هم يې کرايې لوړې دي او هم په کې تګ راتګ خوندي نه دى.

بلخوا کندهار ته د ګاونډيو هېوادونو له خوا ورکړل شوي ملي بسونه ټول کباړ شوي او په ښار کې پنځه عرادې يې هم نه تر سترګو کېږي.

د کندهار ښاريان وايي، پخوا به له ډېرو لرې لرې سيمو کندهار ته د ملي بسونو په وسيله په ډېره کمه کرايه راتلل، خو اوس ملي بسونه نشته او د ټکسي موټر کرايه د هر چا له وسه پوره نه ده.

د کندهار ښار د ميرويس مېنې يوه اوسېدونکي محمد سليم پژواک خبري اژانس ته وويل: ((څو کاله مخکې چې دلته ملي بسونو تر ښاره تګ راتګ کاوه، نو په پنځه افغانۍ به يې سپرلي وړل او راوړل، خو اوس ملي بسونه نه شته او ټکسي تر ښاره پورې له ٢٠ تر ٤٠ افغانيو کرايه غواړي، چې هر څوک يې نه شي ورکولاى.))

دى وايي، هغه خلک خو لا ډېر له ستونزو سره مخ دي، چې د خپلو کارونو لپاره اړ دي، څو ځلې تر ښاره ولاړ او راشي، چې په دې توګه يې د تګ راتګ کرايه څو برابره ډېرېږي.

نوموړى وايي، ډېره موده کېږي، چې په کندهار ښار کې ملي بسونه تګ راتګ نه کوي او داسې يې اورېدلي، چې ټول خراب او کباړ شوي دي.

هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې بېوزلو خلکو ته د ترانسپورتي اسانتياوو د برابرولو په موخه د ملي بسونو تګ راتګ بېرته پيل کړي.

د کندهار ښار د مېرزامحمد خان کلا يو بل اوسېدونکى نظر محمد هم وايي، چې اوس په ښار کې ملي بسونه تګ راتګ نه کوي او د دوى لپاره يې ډېره لويه ستونزه جوړه کړې ده.

دى وايي، په دغو بسونو کې نه يوازې عامو وګړو تګ را تګ کاوه، بلکې ګڼ شمېر مېرمنو، هلکانو او نجونو ښوونځيو ته د تلو په موخه هم په کې تګ راتګ کاوه.

هغه زياته کړه، چې ملي بس د ډېرو کسانو د ځايولو توان لري، مېرمنو کولاى شواى په مناسبو ځايونو کې کښېني، خو اوس چې ملي بسونه نه شته، ښځينه مجبور دي په سراچه موټرو کې تر ښاره لاړې شي، خو دا چې هغوى لوړه کرايه نه شي ورکولاى، د موټر په ډاله کې کېني.

د ده په خبره، ډاله د ناستې ځاى نه، بلکې د توکو اېښودلو ځاى دى، خو دلته په کې مېرمنې کښېني او تر ښاره په کې تګ راتګ کوي، چې يو ډول د هغوى حقارت او سپکاوى دى.

نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل، چې په ښاري ترانسپورټ کې دې اصلاحات راولي او د ټکسي موټرو تر څنګ دې د ملي بسونو خدمتونه بېرته پيل کړي.

کندهار ولايت ته نږدې اته کاله وړاندې ٣٥ ملي بسونه ورکړل شوي وو، چې پنځه پاکستان، پنځه ايران او ٢٥ هندوستان ورکړي وو، خو د دغو ملي بسونو ډېره برخه اوس ويجاړ او خراب شوي دي.

په کندهار کې د ملي بسونو د امريت مسوولين وايي، ياد ملي بسونه ځکه درول شوي او له کاره لوېدلي، دومره پيسې يې نه جوړولې چې هغه دې د تېلو لګښت، د چلوونکو او د هغوى د مامورينو معاشات پوره کړاى شي، ځکه نو کله چې به يې کومه خرابي پيدا کړه هغه به تر ډېره پر هغه حال پاتې وه او ولاړ به پاتې و.

د ملي بسونو د امريت مرستيال محمد داوود اختري پژواک اژانس ته وويل، دا مهال له ټولو ملي بسونو څخه ١٦ يې فعال دي، خو په ښار کې د سپرليو د تګ راتګ په موخه نه کارول کېږي.

دى وايي، د فعالو بسونو له ډلې يو شمېر يې د پوهنې رياست او نورو تعليمي مرکزونو ته په قرارداد ورکړي او له دې لارې خپل عوايد لاسته راوړي.

هغه زياته کړه، اداره يې نور کوم څه نه لري او د ملي بسونو د عوايدو له لارې خپلو مامورينو او کار کوونکو ته معاشات چمتو کوي، چې دا ډېر ستونزمن کار دى.

خو نوموړى د خلکو د غوښتنو په ځواب کې وايي، په ملي بسونو کې هومره سپرلي تګ راتګ نه کوي، چې د کرايې له لارې دې يې لګښت پوره شي.

هغه وويل، که اوس هم د هرې سيمې خلک غوښتنه وکړي، دوى چمتو دي، چې د ملي بسونو تګ را تګ پيل کړي، خو که کافي سپرلي و نه مومي، مجبور دي بېرته يې فعاليت ودروي.

اختري ومنله، چې ګڼ شمېر بـسونه له کاره لوېدلي، خو هغه تور ولګاوه، چې خلکو په ملي بسونو کې د تګ راتګ پر مهال د هغوى ساتنې ته هېڅ پاملرنه نه کوله، ځکه ډېر يې ژر له کاره ولوېدل.

له کاره لوېدلي بسونه دا مهال د کندهار په نهمه ناحيه کې پراته دي، خو يو شمېر يې تر ترميم لاندې هم دي.

مسوولين وايي، که ټول ملي بسونه بېرته هم ورغول شي، نو پر ښاري لين به يې تګ راتګ ته اماده نه کړي؛ ځکه خپل لګښتونه نه شي پوره کولاى.

Visits: 92

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.