ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې دوه تنه په درو ووهل شول

author avatar
18 Feb 2013 - 15:32
author avatar
18 Feb 2013 - 15:32

چغچران (پژواک ۳۰ سلواغه ۹۱): د غور په چهار سده ولسوالۍ کې يو سړى او يوه ښځه د نامشروع جنسي اړيکو په تور په درو ووهل شول او د دغه کار پړه پر طالبانو اچول شوې ده.

د غور ولايت د سولې شورا غړي نصرالله وويل، چې دغه دوه تنه ودني (متاهل) دي او د درې وهلو حکم پرې تېره جمعه د چهار سدې ولسوالۍ په ګورګين کلي عملي شو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سړى د کلي د جومات مخې ته په عام محضر کې ۲۷ درې او ښځه په يوه کوټه کې ۴۰ درې وهل شوي دي.

د نصرالله په وينا، دغو کسانو ته د يادې سزا حکم د عالمانو شورا د غړي ملا مصطفی او د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا عبدالرحمن له خوا صادر شوی و.

د سولې شورا دغه غړي زياته کړه، چې د طالبانو د عالمانو شورا همدارنګه حکم کړی چې دغه ښځه د درېيو او او نارينه دې چې ۳۵ کاله عمر لري، د شپږو کلونو لپاره له سيمې وشړل شي.

نوموړى ادعا کوي، چې دغه دېرش کلنه ښځه د غور لپاره د طالبانو د نومول شوي والي ملا احمدشاه خوښينه (د ښځې خور) ده.

د غور د ولايتي شورا يوه غړي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې طالبان د ګورګين پر سيمه حاکم دي او دا ډول خپلسرې محاکمې کوي.

هغه زياته کړه، چې خپل سرې محکمې نه يواځې د طالبانو بلکې د ناقانونه وسلوالو قوماندانانو له خوا هم ترسره کېږي.

د غور د بشري حقونو رييس جواد رضايي د دې ښځې او سړي په درو وهل وغندل او ويې ويل، هر کله چې څوک د کوم جرم مرتکب شي، بايد د دولت په محکمه کې د قانون مطابق د اسنادو او شواهدو له مخې مجازات شي.

هغه زياته کړه: “هېڅوک د خپلسرې محاکمې حق نه لري؛ ځکه چې تورن کس د دفاع او وکيل حق نه لري او حقوق يې تلف کېږي.”

د غور د استيناف محکمې مرستيال مولوي حفيظ الله هم دغه سزا غير قانوني وبلله او ويې ويل، چې له دولت پرته بل څوک د کوم کس د محاکمه کولو حق نه لري.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

درې کاله وړاندې هم دوه ښځې د غور په دولينه ولسوالۍ کې له کور نه د تېښتې په تور په درو ووهل شوې او مسوول يې د فضل الاحد په نوم يو سيمه ييز قوماندان بلل شوی و.

د ويلو ده، چې نهه ورځې وړاندې يو ځوان د شراب څښلو په جرم د هرات محکمې له حکم وروسته ۸۰ درې ووهل شو.

د هرات يو ديني عالم عين الدين وايي: “د حد جاري کېدل د اسلام حکم او د مسلمانانو غوښتنه ده، په هر هېواد کې چې حاکم حدود جاري کړي، په حقيقت کې خپلې واکمنۍ ته پراختيا ورکوي.”

د دغه ديني عالم په وينا، دغه کار په ټولنه کې د خير او برکت لامل ګرځي او هر مسلمان حاکم چې حدود جاري نه کړي، په حقيقت کې يې د واکمنۍ دايره تنګېږي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.