ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا امنيتي سند کې د پوځيانو شمېر نه په ډاګه کوي

امريکا امنيتي سند کې د پوځيانو شمېر نه په ډاګه کوي

author avatar
19 Feb 2013 - 06:47
امريکا امنيتي سند کې د پوځيانو شمېر نه په ډاګه کوي
author avatar
19 Feb 2013 - 06:47

بروکسل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۱): د امريکا متحده ايالات وايي، چې له افغانستان سره په کېدونکي امنيتي تړون کې د ځواکونو د شمېر يادونه نه کېږي، خو په دې اړه به پوهاوى شتون ولري.

د ناټو (شمالي اتلانتيک تړون) لپاره د امريکا د متحدو ايالتونو دايمي سفير ډالډير (Ivo H. Daalder) پرون په بروکسل کې د افغانستان د رسنيو له اېډېټرانو سره په ناسته کې وويل، چې په امنيتي قراداد کې به له ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو حضور او رول په هغو ځايونو کې چې دوی به په کې مېشت وي، روښانه شي خو د شمېر په اړه چې څومره به پرېږدي، يادونه نه کېږي.

هغه زياته کړه، په دغه تړون کې به د امريکا د متحدو ايالتونو پر دوو مهمو رولونو، چې له افغان ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته او د هغوی روزنه ده، ټول جزئيات وليکل شي.

ده وويل، امريکا نه غواړي يو ځل بيا هغه څه تکرار شي، چې د روسانو له وتو وروسته رامنځته شول، د همدی لپاره خو دوی د افغاني ځواکونو د غښتلتيا لپاره امنيتي تړون لاسليک کوي او د دوی کم حضور به په افغانستان کې د دې لپاره وي چې افغانان د امنيت ساتلو ته دوام ورکړي.

د امريکا دغه استازي زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې امريکا او ناټو په افغانستان کې مهم ماموريت درلود، د افغانستان امنيت د امريکا لپاره مهم و او افغانستان ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

ډالډير وويل: ((موږ او ناټو په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې او دا به ښه نه وي چې دغه هېواد يواځې پرېږدو او دا پانګونه له منځه ولاړه شي.))

د هغه په وينا، له همدې امله دوی د افغانستان د امنيت د ښه والي لپاره د اوږدې مودې لپاره د پارټنرشيپ غوښتونکي دي او نه غواړي د ۲۰۰۱ کال په څېر افغانستان بيا د تروريستانو پر ځاله بدل شي.

ډالډير افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد بهير بريالى وباله او ويې ويل، چې اوس نږدې د ۹۰ سلنه سيمو امنيت د افغان ځواکونو پر غاړه دی او په راتلونکي پسرلي کې به د ټولې خاورې امنيتي چارې افغان ځواکونه پر غاړه واخلي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې پنجشنبې او جمعې ورځې (د کب ۳مه او ٤مه) د بلجيم په بروکسل ښار کې د ناټو په سرمشريزه کې د لېږد د پروسې، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموريت په ګډون د افغانستان پر وروستي حالت بحث وشي.

دغه راز به د دې ناستې په اوږدو کې روښانه شي، چې افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته څه ډول تجهيزاتو او څه ډول ملاتړ ته اړتيا لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.