ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اېټاليا له هرات ولايت سره د ٦٠٠ ميليونه يورو مرسته کوي

اېټاليا له هرات ولايت سره د ٦٠٠ ميليونه يورو مرسته کوي

author avatar
19 Feb 2013 - 14:32
اېټاليا له هرات ولايت سره د ٦٠٠ ميليونه يورو مرسته کوي
author avatar
19 Feb 2013 - 14:32

هرات ښار (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د هرات چارواکي وايي، چې د اېټاليا هېواد په راتلونکو درېيو کلونو کې د دغه ولايت لپاره د ٦ سوه ميليونه يورو د مرستې ژمنه کړې ده.

د هرات د والي وياند محي الدين نوري نن (د کب لومړۍ نېټه) پژواک اژانس ته وويل، چې په کابل کې د اېټاليا سفير تېره ورځ ناوخته هرات ته د خپل سفر پر مهال د دغو مرستو اعلان وکړ، چې د مرستې ډېره برخه به يې په بيارغونه او د پوځي ځواکونو په روزنه ولګول شي.

نوموړي زياته کړه، چې اېټاليا يواځې په تېر ۲۰۱۲ کال کې د هرات په کچه تر ۲۲۰ ميليونه ډالره د بيارغونې په لويو پروژو لګولي دي.

په کابل کې د اېټاليا سفير لوچيانو پيزوتي تېره ورځ ناوخته د هرات پوهنتون له يو شمېر محصلينو سره په خبرو کې وويل: ((افغانستان کې زموږ ماموريت د القاعده او ترهګرۍ ځپل، له خلکو سره بشري مرستې او د ډيموکراسۍ پلې کول دي، چې موږ په کې بريالي يو.))

نوموړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو په چوکاټ کې د خپلو سرتېرو په اړه وويل، چې سرتېرې به يې له افغان حکومت سره په سلا خپل هېواد ته ستانه شي، خو په بشري مرستو او د افغان ځواکونو په روزنه کې به ونډه ولري.

اېټاليا په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره سرتېري لري، چې يو شمېر يې په کابل کې او ډېرى يې په لوېديځو ولايتونو کې مېشت دي  او د هرات د ولايتي بيارغونې ډلې مشري هم پر غاړه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.