ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ځانمرګى بريد کوونکى ونيول شو

يو ځانمرګى بريد کوونکى ونيول شو

author avatar
19 Feb 2013 - 16:04
يو ځانمرګى بريد کوونکى ونيول شو
author avatar
19 Feb 2013 - 16:04

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، چې يو ځانمرګى بريد کوونکى يې نيولى او بلخوا دېرش وسلوال مخالفين په درېيو ولايتونو کې له دولت سره يوځاى شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې، چې د کب په لومړۍ نېټه د ملي امنيت د عمومي رياست مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته رالېږلې، شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت موظفينو په لغمان ولايت کې د خلکو په همکارۍ يو ځانمرګى بريد کوونکى نيولى دى.

د خبرپاڼې له مخې، ياد کس، چې غوښتل يې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې ځانمرګې بريد ترسره کړي، له چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيول شوى دى.

 

سرچينه زياتوي، چې د نورو جزئيات د ترلاسه کولو په موخه نيول شوى کس تر پوښتنو لاندې دى.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد ځانمرګى بريدکوونکى دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو نيولى خو په اړه يې نور معلومات نه لري.

بلخوا په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ننګرهار، کونړ او بلخ ولايتونو کې د افغان دولت ٣٠ وسلوال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

سرچينه ليکي، چې دغه کسان له دولت سره تر يوځاى کېدو مخکې په وسلوالو فعاليتونو بوخت وو.

اعلاميه زياتوي، چې يادو کسانو د ولايتي چارواکو پر وړاندې خپله وسله کېښوده او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به په خپلو سيمو کې د سولې د پروسې لپاره کار کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.