ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ٢٠١٢ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه”

“په ٢٠١٢ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه”

author avatar
19 Feb 2013 - 10:49
“په ٢٠١٢ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه”
author avatar
19 Feb 2013 - 10:49

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): ملګري ملتونه وايي، تېر زېږديز کال (٢٠١٢) په افغانستان کې ٧٥٥٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زياتوي چې دغه شمېر د تېرو شپږو کلونو په پرتله ډېر کم دى.  

د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ (يوناما)، نن د (٢٠١٢ زېږديز کال) کلنى راپور په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپور کړ.

د ځانمرګو بريدونو او ځمکنۍ جګړې کموالى، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د افغان او ايساف ځواکونو له خوا د تدابيرو نيول او د هوايي بريدونو کموالى د ملکي تلفاتو د کمېدو ستر لاملونه په ګوته شوي دي.

په راپور کې راغلي: سربېره پردې چې په ٢٠١٢ کال کې ملکي تلفات کم شوي، خو د دولت وسلوالو مخالفينو بيا د هرې ورځې له تېريدو سره په ټول هېواد کې غير نظاميان په نښه کړي او خپلو بريدونو ته يې د انسانانو ژوند ته په نه پام سره دوام ورکړى دى. 

د يوناما په راپور کې ادعا شوې، چې د ملکي وګړو ٨١ سلنه مرګ ژوبله د وسلوالو مخالفينو له خوا تر سره شوې ده.

د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې ٢١٧٩ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٩٥٢ تنه نور ټپيان دي، چې د ٢٠١١ کال په پرتله نهه سلنه زياتوالى ښيي، چې يواځينى لامل يې چاودېدونکي توکي ښودل شوي دي.

په دې راپور کې د اته سلنې ملکي مرګ ژوبلې پړه پر دولتي او ايساف ځواکونو اچول شوې او نور يوولس سلنه تلفات کومې ښکېلې ډلې ته نه دي منسوب شوي.

ملګري ملتونه وايي، سربېره پردې چې په ٢٠١٢ کال کې د افغان او ايساف ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي، خو له دې سره سره ٣١٦ ملکي کسان وژل شوي او ٢٧١ نور ټپيان دي، چې د تېر کال په پرتله ٤٦ سلنه کموالى ښيي.

همدارنګه د دغه راپور لاسته راوړنې ښيي، چې ښځې او نجونې د وسلوالو شخړو له اغېزه ځورېږي.

يوناما په ٢٠١٢ کې د ښځو ملکي تلفات ٨٦٤ تنه ښودلي، چې له دې ډلې څخه يې ٣٠١ تنه وژل شوي او ٥٦٣ نورې ټپيانې دي.

د يوناما د بشر حقونو مسوول جورجيت ګنيان، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، په ٢٠١٢ کال کې د ښځو او نجونو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په پرتله شل سلنه زياتوالى راغلى او دغه تلفات هغه مهال رامنځته شوي، چې دوى په خپلو ورځنيو چارو کې بوختې وې.

هغه زياته کړه، د ملکي وګړو هغه مرګ ژوبله، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا په ٢٠١٢ کال کې په هدفي وژنو کې رامنځته شوې، تر هغه يو کال د وړاندې ١٠٨ سلنه زياتوالى په کې راغلى، چې ٦٩٨ تنه په کې وژل شوي او ٣٧٩ تنه ټپيان دي. 

د ګنيان په وينا، په دې کسانو کې دولتي مامورين، مذهبى او قومي مشران او د مصالحې او سولې په پروسه کې ښکېل کسان شامل دي، چې له دې ډلې د دولتي مامورينو مرګ ژوبله ٧٠٠ سلنه لوړوالى ښيي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړى استازي يان کوبېش، د وسلوالو مخالفينو له خوا د چاودېدونکو توکو غير قانوني او له کوم توپير پرته کارول، د ملکي تلفاتو اصلي لامل بولي.

هغه وويل: “په قصدي ډول د هغو ملکي وګړو په نښه کول، چې د دولت ملاتړي ګڼل کېږي، د نړيوالو بشر دوستانه حقونو يوه بله ستره سر غړونه ده.”

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي زياته کړه، د ځانمرګو بريدونو په ګډون له هغو ماشومانو څخه ګټه اخيستنه، چې ماغزه يې وينځل شوي، څو ملکي وګړي په نښه کړي، ټکان ورکوونکي دي، چې د هغه په وينا، د اسلامي معيارونو او ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي.

کوبېش له وسلوالو مخالفينو، امنيتي ځواکونو او ايساف غوښتي، څو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په  مخنيوي کې هڅه وکړي.                                                              

د ويلو ده، په افغانستان کې په تېرو شپږ کلونو جګړو کې ١٤٧٢٨ ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى، چې د ٢٠١٢ کال مرګ ژوبله د تېرو شپږو کلونو په پرتله تر ټولو ټيټه شمېره ښودل شوې ده.

د يوناما په راپور کې له ښکېلو غاړو څخه غوښتل شوي، چې له ملکي مرګ ژوبلې څخه په کلکه ډډه وکړي.

وسلوالو مخالفينو ته ويل شوي، چې نړيوال بشردوستانه حقونه بايد رعايت کړي، د تشخيص اصول، د تناسب او احتياطي اقداماتو احترام وشي او ملکي کسان بايد هغه شان تعريف کړاى شي، چې پر نړيوالو بشر دوستانه حقونو ولاړ وي.

هغه کړنلارې او لارښودنې، چې غړو ته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لارښوونه کوي، اجرا شي او هغه کسان چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي، بايد ځواب يې وايي.

همدارنګه افغان حکومت ته وړانديز شوی، چې افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې او تمويل په برخه کې هر ډول اړين ملاتړ د ملکي وګړو د اغېزمنې ساتنې په برخه کې زيات کړي.

په يوه بله برخه کې يې حکومت ته وړانديز شوی، چې د يوه دايمي حکومتي جوړښت د رامنځته کولو له لارې دې، چې د اړوندو امنيتي بنسټونو استازيتوب وکړي او د هغو پېښو په اړه، چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل ګرځي، د ځواب او څېړنې لپاره ځواک ولري، د افغان امنيتي ځواکونو له ځواب ورکونې نه ملاتړ او غښتلتيا ورکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.