ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن د امريکا له پوځ څخه استعفا وکړه

author avatar
20 Feb 2013 - 11:35
author avatar
20 Feb 2013 - 11:35

واشنګټن-بروکسل (پژواک ٢ کب ٩١): سپينې ماڼۍ اعلان کړى، چې په افغانستان کې د ناټو او امريکا پخوانى لوى قوماندان جنرال جان الن د ځينو کورنيو ستونزو له امله د امريکا له پوځ څخه استعفا وکړه.

جنرال الن په افغانستان کې تر ١٩ مياشتني ماموريت وروسته تېره اونۍ دغه دند پرېښوده او د هغه پر ځاى جنرال جوزېف ډنفورډ د نوي لوى قوماندان په توګه وټاکل شو.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ناټو سره په مشوره جنرال الن په  اروپا کې د ناټو د لوى قوماندان په توګه ټاکلى و، خو د دغه نوي ماموريت تر پيل مخکې يې استعفا ورکړې ده.

 له سپينې ماڼۍ په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال جان الن پرون له ولسمشر بارک اوباما سره ليدلي او هغه ته يې خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشراوباما د جنرال الن استعفا منلې او د امريکا په پوځ کې يې د هغه د خدمتونو ستاينه کړې ده.

جنرال الن په افغانستان کې د خپلې دندې په وروستيو کې هغه مهال له يو لړ ستونزو سره مخ شو، چې هغه د پخواني قوماندان  او د سي اى اې د مشر جنرال پيټرايس او يوې ښځې ترمنځ د غير مشروع اړيکو په قضيه کې ښکېل پېژندل شوى و، خو تر څېړنو وروسته الن بې ګناه ثابت شو.

ولسمشر بارک اوباما ويلي، جنرال الن د افغانستان د ملي ځواکونو روزنې او وړتياوو په زياتولو او د القاعدې په ځپلو کې مهم رول لوبولى دى.

بلخوا په بروکسل کې ناټو سازمان ويلي، چې دوى د جنرال الن د استعفا  پرېکړې ته  درناوى لري.

د ناټو ويانده اوونا لونګوسکيو پژواک اژانس ته وويل، چې د هغه په قوماندانۍ کې افغان ملي ځواکونو ډېر پرمختګ کړى دى.

بلخوا د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا هم د جنرال الن د خدمتونو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغه د افغان ماموريت پر مهال مهم رول لوبولى  دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.