ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډنفورډ به د افغانستان د حالاتو په اړه ناټو غونډې ته معلومات ورکړي

ډنفورډ به د افغانستان د حالاتو په اړه ناټو غونډې ته معلومات ورکړي

author avatar
20 Feb 2013 - 10:48
ډنفورډ به د افغانستان د حالاتو په اړه ناټو غونډې ته معلومات ورکړي
author avatar
20 Feb 2013 - 10:48

بروکسل (پژواک ٢ کب ٩١): په بروکسل کې د ناټو سازمان ويانده وايي، چې د دفاع وزيرانو په غونډه کې به غړو هېوادونو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل شي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا د بلجيم په بروکسل ښار کې، چېرې چې د ناټو مقر دى، پيل شي.

د ناټو سازمان ويانده اووانا لونګيسو پرون ناوخته په بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د لومړۍ ورځې په غونډه کې به د شمالي انتلانتيک شورا غونډه وي او د ناټو د دفاعي وړتياوو په اړه به په کې خبرې وشي.

د هغې په وينا، د دويمې ورځې په پيل کې به د ناټو او اوکراين د ګډ کمېسيون او ورپسې به د افغانستان په اړه د ناټو او ايساف غړو هېوادونو غونډې جوړې شي.

اووانا وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون کوي.

د ناټو ويانده زياتوي، چې په افغانستان کې د ناټو لوى قوماندان به د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

د هغې په وينا، دغه راز د افغانستان په اړه د دويمې ورځې په غونډه کې به افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پر پروسې، د هغوى له خوا د عملياتو پر ترسره کولو او د هغوى پر تجهيز او روزنې هم خبرې وشي.

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي د يوه پلاوي په مشرۍ تېره شپه بروکسل ته رسېدلى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.