کابل ( پژواک ۳ کب ۹۱ ) : پاکستان له افغانستان څخه غوښتي چې د باجوړ د طالبانو مشر مولوي فقیر ورته وسپاري.
مولوي فقیر محمد څو ورځې مخکې دافغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا د ننګرهار د مومند درې ولسوالې د باسول له سیمې څخه له څلورو نورو کسانو سره نیول شوی دی.
ویل کیږي چې نوموړي له قبایلي سیمې خیبر ایجنسې مومندرې ته راغلی و او له دې ځای څخه غوښتل چې بیرته د خیبر ایجنسۍ د تیراه درې ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت معظم خان د کب په دریمه په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې مولوي فقیر په ډیرو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود او دافغانستان له حکومت څخه وغوښتل چې مولوي فقیر ورته وسپاري.
نوموړي زیاته کړه چې له افغان حکومت څخه یې د هغو ټولو پاکستاني ترهګرو دسپارلو غوښتنه یې کړې ده، چې په افغانستان کې پټ شوي دي.
خو نوموړي د بل چا نوم په ډاګه نه کړ.
معظم خان وویل چې د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر تیره شپه دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د مولوي فقیر د سپارلو غوښتنه کړې ده.
که څه هم د ملي امنیت ځینې سرچینې د مولوي فقیر نیونه تایید کړې ده، خو دافغانستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي پژواک اژانس ته وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په مومندره کې پنځه کسان نیولي ، خو دا یې ونه ویل چې په دې کسانو کې مولوي فقیر شته که نه.
له دې مخکې نن پاکستانۍ ورځپاڼې (جنګ) د کب په درېيمه راپور ورکړى ، چې مولوي فقير محمد د پاکستاني استخباراتو په همکارۍ نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ په سياسي، استخباراتي او پوځي کچه اړيکې ، همکاري او همغږي د لندن تر سرمشريزې غونډې وروسته زياته شوې ده.
د لندن سرمشريزه غونډه تېره مياشت جوړه شوې وه، چې پکې دافغانستان، پاکستان او انګلستان دولتي ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړى وو.
امنيتي سرچينې وايي ، چې له هغه سره څلور نور کسان هر يو مولانا حکيم، شاهد خان، مولوي ترابي او فاتح خان هم نيول شوي دي.
نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ د ړنګېدو پر مهال مولوي فقير محمد له ختيځو ولايتونو څخه داسامه بن لادن د کورنۍ د غړيو په وېستلو کې مهم رول لوبولى و او امريکا دا ادعا هم کړې ، چې هغه په باجوړ کې د القاعدې مرستيال ايمن الظواهري ته هم پناه ورکړې وه.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن