بروکسل ( پژواک ٤ کب ٩١ ): په بلجيم کې د ٥٠ هېوادونو د دفاع وزيرانو او استازو په افغانستان کې د خپل ماموريت ،افغان ځواکونو پر تمويل او د مسووليتونو د لېږد پر روان بهير خبرې پيل کړې.
د ناټو سازمان د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې، د ناټو په مقر کې جوړه شوې او د افغانستان په اړه خبرې يې څو شېبې مخکې ( د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په شاوخوا دوو نيمو بجو ) پيل کړې .
د دې غونډې په هغه برخه کې، چې د افغانستان په اړه په کې خبرې کيږي ، د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو د دفاع وزيران او د ۲۲ نورو هغو هېوادونو استازي برخه لري، چې افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې پوځيان لری.
هغوى په افغانستان کې د خپل ماموريت ، د قدرت سياسي لېږد او له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په روان بهير خبرې کوی .
په دغه غونډه کې پر دې بحث روان دی ، چې ايا دوی کولای شی ، د ۳۵۲ زره افغان ځواکونو لپاره په کال کې ۶.۱ ميليارد ډالره برابره کړي؛ په داسې حال کې چې د ۲۲۸ زره افغان امنيتي ځواکونو لپاره ۴.۱ ميليارد ډالره اړتيا وه .
د يادونې ده ، چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغان ځواکونو د ۶.۵ ميليارد ډالرو له ټول لګښت څخه يواځې د امريکا متحده ايالتونه ۵.۷ ميليارد ډالره او د ناټو غړي هيوادونه ۳۰۰ مېليون ډالره ورکوی . پاتې ٥٠٠ مېليون ډالره افغان حکومت برابروي .
د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورغ راسموسن د کب په درېيمه په بلجيم کې خبريالانو ته وويل، د ناټو سازمان ډاډمن دى ، چې لږ تر لږه تر ٢٠١٨ کال پورې کولاى شي د افغان ځواکونو د لوى شمېر ( ٣٥٢ زره ) تنو مالي مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې پلان و تر ٢٠١٥ کال وروسته د افغان ځواکونو په شمېر کې څه باندې ٣٣ سلنه کمښت راشي .
راسموسن د پژواک خبري اژانس په ګډون د افغان ژورناليستانو له پنځه کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال ويلي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د ناټو رول او نوى ماموريت له اوسني ماموريت څخه جلا وي .
هغه ويلي ،چې د ناټو نوى ماموريت به افغان ځواکونو ته په سلا مشورو ورکولو او له دې ځواکونو سره په همکارۍ متمرکز وي.
په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن