بروکسل ( پژواک ٤ کب ٩١ ): پلان و چې تر ٢٠١٥ کال وروسته د افغان ځواکونو په شمېر کې څه باندې ٣٣ سلنه کمښت راشي ، خو ناټو سازمان ډاډمن دى ، چې لږ تر لږه تر ٢٠١٨ کال پورې کولاى شي د افغان ځواکونو د لوى شمېر ( ٣٥٢ زره ) تنو مالي مرسته وکړي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورغ راسموسن د کب په درېيمه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې چيرته ، چې د ناټو سازمان مرکز هم دى، په يوه خبري ناسته کې وکړې.
هغه وويل چې که څه هم وروستى تصميم لا نه دی نيول شوی ، خو د ټول پوځ مالي مرسته امکان لری او ځکه ارزی چې د نړيوالو ځواکونو خلا ډکوي.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : (( زه پوره ډاډه يم چې په دې به وتوانيږو ، چې په دغه اندازه د امنيتي ځواکونو مالي مرسته وکړو. ))
دغه راز ده وويل چې ددې کال په پاى کې به افغان ځواکونه د ټول هيواد د امنيتي چارو مشري پر غاړه واخلي او د سوله ساتو ځواکونو ( ISAF ( اصلي دنده به له جګړې څخه د افغان ځواکونو ملاتړ ته واوړي.
راسموسن وايی ، چې د ناټو دفاعي مشران غواړي دا خبره يقيني کړي، چې د افغان ملي ځواکونو جوړول يوه لاسته راوړنه ده.
دا مهال افغان ملي ځواکونه د خپلې خاورې له ۸۰ سلنې څخه د زياتو سيمو امنيتي چارې په خپله سمبالوي او ټاکل شوې، چې په روان ميلادي کال کې د ټول هېواد امنيتي مسووليتونو ته اوږه ورکړي.
د ناټو عمومي سرمنشي وويل : (( د افغان ځواکونو مالي مرسته يواځې د ناټو د غړيو هېوادو مسووليت نه دى ، بلکې د ټولې نړيوالې ټولنې مسووليت ځکه دی، چې په نړيوالو کنفرانسونو کې دا يقيني شوې ده.))
د يادونې ده ، چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغان ځواکونو د ۶.۵ ميليارد ډالرو له ټول لګښت څخه يواځې د امريکا متحده ايالتونه ۵.۷ ميليارد ډالره او د ناټو غړي هيوادونه ۳۰۰ مېليون ډالره ورکوی . پاتې ٥٠٠ مېليون ډالره افغان حکومت برابروي .
راسموسن وويل ، چې په نننۍ غونډه کې دوی مهم تصميمونه ونيول ، چې له مخې به يې ناټو له اوسنيو اقتصادي حقيقتونو سره سره له راتلونکو احتمالي ګواښونو سره مقابله وکړي .
د ناټو سازمان ددفاع وزيرانو ياده دوه ورځنۍ غونډه د کب په درېيمه په بلجيم کې پيل شوې ده.
راسموسن زياته کړه : ” موږ به خپله ټلواله په تمرينونو ، روزنې ، خپلو امکاناتو او پلانونو سره نوره هم موثره کړو.”
د ده په وينا، په وروستۍ لسيزه کې د افغانستان ، کاسوو او نورو عملياتو کې د دوی نارينه او ښځينه خدمت کوونکيو دا زده کړي، چې څنګه له يو بل سره نږدې او تر پخوا ښه کار وکړي .
د غونډې په دويمه ورځ به د ناټو د ۲۸ غړيو هېوادو د دفاع وزيران ، د ۲۲ نورو هغو غړيو هېوادونو استازي ، چې افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې پوځيان لری غونډه وکړي او په افغانستان کې به د خپل ماموريت او د قدرت او امنيتي مسووليتونو د لېږد په روان بهير خبرې وکړي .
په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کمېسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن