ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : په نوي ماموریت کې افغان ځواکونو ته په نړیواله کچه روزنه ورکوو

ناټو : په نوي ماموریت کې افغان ځواکونو ته په نړیواله کچه روزنه ورکوو

author avatar
22 Feb 2013 - 18:36
ناټو : په نوي ماموریت کې افغان ځواکونو ته په نړیواله کچه روزنه ورکوو
author avatar
22 Feb 2013 - 18:36

بروکسل ( پژواک ۴ کب ۹۱ ) : د ناټو سرمنشي وایي چې دغه سازمان به په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت پرمهال  افغان ځواکونو ته په نړیواله کچه روزنه ورکول کیږي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فورغ راسموسن دغه څرګندونې د کب په څلورمه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې ،د ناټو سازمان او ایساف غړیو هیوادونو ددفاع وزیرانو ددوه ورځنۍ غونډې په پای کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه زیاته کړه چې : (( د ۲۰۱۴ کال وروسته موږ د افغاني ځواکونو لپاره پلان جوړ کړی  دی .))

خو راسمون وويل د راتلونکي لپاره د افغان پوځ د شمير په اړه پريکړه ونه شوه او نه هم له دوی څخه  د پيسو د زياتوالي لپاره غوښتنه وشوه.

د ناټو سرمنشي  د ۲۰۱۴ کال وروسته  د ايساف د ماموريت په اړه وويل چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د ایساف ماموريت به د  جګړې څخه د افغانانو ځواکونو د روزنې ، مشوری او مرستی ته واوړي.

ده د آیساف د روزنې د نوي ماموریت په  اړه وويل چې دا ماموریت به مرکزي نه وي بلکې، له يوه نه زيات مرکزونو کې به ولري.

راسموسن زیاته کړه چې د افغانستان ددفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي په ګډون نن دناټو او ایساف د ۵۰ هیوادونو استازو   افغانستان په اړه ګټورې خبرې وکړې .

هغه زياته کړه ،چې افغان ملي ځواکونو ته دامنيت دلېږد دپروسې دا دى دوه کاله پوره کېږي او تر دوو راتلونکو کلونو کمه موده کې به دايساف او ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته و رسېـږي  او د روزنې ، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت به تر هغه وروسته پيل شي .

د راسموسن په وينا، سبا به د ايساف او ناټو ٥٠ هېوادونه  دافغانستان د وروستيو حالاتو، پرمختګونو او دراتلونکو ننګونو په اړه خبرې او بحثونه وکړي.

د ناټو سرمنشي وويل ، چې د تېرو دوو کلونو  په پرتله د افغان ځواکونو شمېره او وړتيا اوس ډېره لوړه او ښه شوې ده، دوى اوس د خپلې خاورې د ٨٧ سلنې امنيتي مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

نوموړي زياته کړه ، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې به افغان ځواکونه د خپل ټول هېواد امنيت مسووليت پر غاړه واخلي او د ايساف رول به له جګړې څخه همکارۍ ته بدل شي.

راسموسن وایي : (( دټول هیواد دامنیت مسوولیت ترلاسه کول افغان حکومت او افغان ځواکونولپاره لویه لاسته راوړنه ده، دا د هغو هڅو پایله ده، چې موږ په تیرو څو کلونو کې کړې دي، او تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې د ټول هیواد مسوولیت اخلي نو د نړیوالې ټولنې او ناټو له بشپړې همکارۍ برخمن وي.))

 هغه وویل چې په نننۍ غونډه کې غړو هیوادونو یو ځل بیا د افغان ځواکونو ته د مشورې، روزنې او همکارۍ د نوي ماموریت په اړه خپلې ژمنې تکرار کړې ، نوی ماموریت به له اوسني څخه توپیر ولري او کچه به یې هم وړه وي.

راسموسن زیاته کړه چې د ناټو نوی ماموریت به ډیر تمرکز افغان ځواکونو پر سیمیزې او نړیوالې کچې روزنې ته کوي، او دا به د اوسني ماموریت څخه ډیر محدود وي. خو افغانان به باوري وي چې د ناټو ملاتړ به له ځانه سره ولري.

د هغه په وینا، امنیت د راتلونکو ننګونو یوه برخه ده، خو دیوښې حکومتدارۍ او ددیموکراسۍ پلي کول او د بشري حقوقو ساتنې لپاره امنیت ډیر مهم دی.

د ناټو سرمنشي  وویل چې ناټو او نړیواله ټولنه افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي، خو دافغانانو کار دی چې د خپل هیواد راتلونکي پخپله وټاکي.

هغه زیاته کړه : (( موږ به له دوی سره په امنیت کې مرسته وکړو، خو یواځې افغانان کولی شي، خپله ټولنه جوړه کړي. ))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.