جلال اباد (پژواک ٥ کب ٩١): په لغمان کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان تېره شپه د دولت د مخالفو وسلوالو په يوه راکټي بريد کې وژل شوى دى.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ د سرخکانو اړوند د نارنج باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د پوليسو د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال موسی خان په داسې حال کې چې خپلې قرارګاه ته په لاره و، د وسلوالو له لوري تر راکټي بريد لاندې راغى، چې له امله يې هغه ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند وايي، چې تر دې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړه او تر سهاره پورې يې د چاڼيزو عملياتو پر مهال شپږ تنه شکمن نيولي چې تر پلټنو لاندې دي.
د يادونې ده، چې موسى خان تېره اونۍ پر دې دندې ګومارل شوى و.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن