ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې د بندي افغانانو د خلاصون هڅې پيل شوې

په پاکستان کې د بندي افغانانو د خلاصون هڅې پيل شوې

author avatar
23 Feb 2013 - 11:37
په پاکستان کې د بندي افغانانو د خلاصون هڅې پيل شوې
author avatar
23 Feb 2013 - 11:37

کابل (پژواک ٥ کب ٩١): د پاکستان يوې نا دولتي ادارې په دغه هېواد کې په وړو جرمونو د افغان بنديانو د را خلاصولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د خلکو فورم په نوم د دې ادارې مشر عالمزېب خان پرون په پېښور ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې دوى په دې اړه د مدافع وکيلانو يوه ډله جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، دوى غواړي د پاکستان په ځينو زندانونو کې هغه افغان بنديان خوشې کړي، چې په بېلابېلو وړو جرمونو کې نيول شوي دي.

د عالمزېب په وينا، د دوى يوه پلاوي په دې اړه د پاکستان د زندانونو له لوى رييس سره ليدلي او په پلان کې لري چې د خيبر پښتونخوا ايالت د زندانونو رييس، د پوليسو چارواکي، د استيناف محکمې او د دغه ايالت له نورو امنيتي مسوولينو سر هم وګوري.

د يادې ادارې مشر وويل، چې په افغانستان کې د دوى افغان ملګرو هم په دغه هېواد کې د پاکستاني بنديانو د راخلاصولو هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، له دواړو لورو د بنديانو په خلاصون سره به نه يواځې  د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې او د باور فضا به رامنځته شي، بلکې د ولسونو ترمنځ به هم اړيکې پياوړې شي.

عالمزېب خان په نورو برخو کې هم د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغانانو د دغه اقدام هرکلى کړى او زياته کړې يې ده، چې په دغه کار سره به ګڼ شمېر بې ګناه افغانان له زندان څخه خوشي شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس دغه هڅې وستايلې او هرکلى يې ترې وکړ.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان سفير تل د دې موضوع په اړه له پاکستاني چارواکو سره ليدلي او غوښتنه يې کړې چې په وړو جرمونو کې ککړ افغان بنديان خوشې کړي.

نوموړي وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بنديانو د تبادلې پر موضوع کار روان دى او پرېکړې ته تر رسېدو وروسته به په دې برخه کې نور پرمختګ هم وشي.

په پېښور کې مېشت افغان عزيزالله هاشمزاده پژواک اژانس ته وويل، ګڼ شمېر افغانان د درملنې او يا نورو کارونو لپاره راځي چې بيا په بېلابېلو بهانو د پوليسو له خوا نيول کېږي.

د هغه په وينا، د پاکستان په زندانونو کې سلګونه افغانان په وړو جرمونو او يا هم په هېڅ جرم بنديان دي.

نوموړي  د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.