ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل ولايتي اداره په بې کفايتۍ او فساد تورنه شوه

د زابل ولايتي اداره په بې کفايتۍ او فساد تورنه شوه

author avatar
24 Feb 2013 - 17:51
د زابل ولايتي اداره په بې کفايتۍ او فساد تورنه شوه
author avatar
24 Feb 2013 - 17:51

کلات ( پژواک ٦ کب ٩١ ) :د زابل ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې پر ولايتي اداره د بې کفايتۍ او فساد تورونه ولګول او له مرکزي دولت څخه يې ددې ولايت د والي او مرستيال والي د بدليدو غوښتنه وکړه.

دوى، چې د کلات په مرکزي جامع جومات کې را غونډ شوي و، پکې ددې ولايت د سناتور ډاکتر زلمي زابلي تر څنګ د ولايتي ادارو مامورينو ، د سولې د ولايتي شورا مشر او غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او يو شمېر عامو خلکو برخه درلوده.

د سولې د شورا رييس محمد داود ګلزار د زابل پر والي محمد اشرف ناصري او  ددې ولايت  پر يو شمېر چارواکو نيوکه وکړه ، چې په دې ولايت کې د قومونو تر منخ بې اتفاقۍ ته لمن وهي او په دې ډول غواړي ، چې د خپل واک موده وغځوي.

دده په خبره ، چې نور بايد د زابل اوسېدونکي د والي دغو منفي ټکو ته متوجه شي او پرې نږدي،  چې هغه خپلو ناروا کړنو ته دوام ورکړي .

همدارنګه په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي او د دغې جرګې د شکايتونو د اورېدو   کمېسيون مشر وويل، چې د زابل والي او مرستيال يې د بېلابېلو پروژو په تطبيق کې پراخ فساد کړی او د زابل د خلکو حقوق يې تر پښو لاندې کړي.

نوموړي زياته کړه ، چې پاخه اسناد په لاس کې لري، چې نوموړي په پروژو کې له  قرارداديانو څخه پيسې اخيستي او د دغه فساد له امله د پروژو کيفيت ټيټ شوی دی .

ډاکتر زلمي زابلي له مرکزي دولت او لويې څارنوالۍ څخه وغوښتل،چې بايد ژر تر ژره د والي د فساد تورونه وڅيړي او هغه محاکمه کړي .

هغه ګواښ وکړ ، چې که د زابل والي او مرستيال يې ژر تر ژره له دندې ګوښه نه شي او ددې ولايت په اړونده ادارو کې فساد ورک نشي ، نو دوى به خپلو احتجاجي غونډو او لاريونونو ته دوام ورکړی.

د زابل  مرستيال والي محمد جان رسوليار پژواک اژانس ته وويل، چې نن په کلات کې کومه لويه غونډه او يا هم لاريون نه دى شوى، بلکې څو تنو مغرضو کسان پخپل مېلمستون کې کومه غونډه جوړه کړې ده.

هغه زياته کړه ،چې د اد خلکو حق دى، چې خپل نظرونه څرګند کړي او ددغو خلکو ادعاوې يې رد کړې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.