کابل ( پژواک ٦ کب ٩١ ) د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس وايي ، چې دوى له پاکستان او هندوستان سره ګټورې خبرې کړي ، خو په ډاګه يې کړه، چې له دغو هېوادونو سره د کرکټ له لارې سياست نه کوي.
د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د کب په ٦مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال هندوستان او پاکستان ته د کرکټ بورډ د مسوولينو د وروستيو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه ، چې تېره اونۍ يې هندوستان ته دسفر پر مهال د دغه هېواد د کرکټ د چارو د کنټرول د ادارې ( بي سي سي اى) له چارواکو سره وليدل او ګټورې خبرې يې کړې دي.
د هغه په وينا، د هندوستان د کرکټ له مسوولينو سره يې دا لومړنۍ اړيکه وه، دوى به هڅه وکړي، چې په راتلونکي کې دا ډول اړيکو ته ادامه ورکړي.
نوموړى وايي، چې د هندوستان له بورډ څخه يې د لوبغاړو د روزنې، سکورنګ او په نورو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
شهزاده مسعود وويل، چې هندوستان ددوى غوښتنو او وړانديزونو ته مثبت ځواب ووايه او په بېلا بېلو برخو کې يې د مرستو ډاډ ورکړى دى.
د هندوستان په کرکټ ليګ ( اى پي اېل) کې دافغان لوبغاړو د ګډون په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل، چې هغوى ورسره ژمنه کړې، چې په راتلونکي فصل کې به هڅه کوي، چې پنځو افغان لوبغاړو ته په دې ليګ کې د ګډون چانس ورکړي.
نوموړي د پژواک اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې، چې هندوستان په دې دليل د افغانستان کرکټ سره ښې اړيکې نه لري ، چې ګوندې افغانستان له پاکستان سره نږدې اړيکې لري، وويل چې افغانستان په کرکټ کې سياست نه کوي.
هغه زياته کړه ، چې افغانستان د پاکستان او هندوستان په ګډون له ټولو کرکټ لوبه کوونکو هېوادونو سره د کرکټ په برخه کې ښې اړيکې غواړي .
د مسعود په وينا، هر هغه هېواد ، چې له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې ډېره مرسته کوي د افغانستان کرکټ بورډ يې هرکلى کوي.
ده زياته کړه : (( موږ رقابت نه کوو، بلکې دوستي کوو او ټولو سره دوستانه اړيکې غواړو.))
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد هم وويل، چې د پاکستان کرکټ بورډ له مسوولينو سره يې ګټورې خبرې کړي او هغه ورته په بېلابېلو برخو کې د بلا عوضه مرستو ډاډ ورکړى دى.
هغه زياته کړه ، چې له پاکستان سره د تخنيکي مرستو په برخه کې هوکړې ته رسېدلي او هغوى دې ته هم اماده ګي ښودلې، چې په بېلا بېلو برخو کې د لوبغاړو په ګډون دافغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو ته روزنه ورکړي.
د ډاکټر مراد په وينا، پاکستان ورسره منلې، چې په راتلونکو نږدې مياشتو کې دواړو هېوادونو د ملي لوبډلو ترمنځ درې شل اووريزې او يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره شي .
دغه راز د کرکټ بورډ په دې خبري غونډه کې د ملي لوبډلې لپاره جوړ شوى نوى يونيفورم هم رسنيو ته وښودل شو، چې ډېرى برخه يې ابي رنګ لري، پر اوږو يې دافغانستان ملي بيرغ او د سينې په برخه کې يې د افغانستان کرکټ بورډ لوګو او د مرکزي تمويلوونکې ادارې ( اتصالاتو) لوګو ځاى پر ځاى شوې دي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن