پل علم (پژواک ٦ کب ٩١): چارواکي وايي، چې د لوګر د مرکز اړوند سيمه کې د عامه نظم پوليسو پر يوې امنيتي پوسته د موټربم بريد شوى او په کې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي د کب په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٨ بجې د پل علم اړوند د جمعه کلا په سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په پېښه تر اوسه د دوى د معلوماتو له مخې، د عامه نظم پوليسو يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه بريد د سوپرکېسټم موټر په وسيله، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى شوي و، د يوه ځانمرګي له خوا ترسره شوى دى.
د امنيه قوماندان په خبره، چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې د شاوخوا کورونو د کړکيو ښيښې هم ماتې شوې دي، خو ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد د ذبيح الله په نوم د دوى يو کس ترسره کړى، چې شاخوا ٢٠ پوليس په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن