ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې شپږ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

په غزني کې شپږ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
24 Feb 2013 - 17:44
په غزني کې شپږ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
author avatar
24 Feb 2013 - 17:44

غزني ښار (پژواک ۶ کب ۹۱): په غزني کې شپږ پروژې د اطلاعاتو او کولتور وزير له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اطلاعاتو او کولتور وزير سيدمخدوم رهين، چې نن (د کب ٦ مه) غزني ته تللى و، د دغو پروژو د پرانېستې پر مهال وويل، دغه شپږ پروژې، چې د غزني لپاره د اطلاعاتو او کولتور رياست ودانۍ، د سيداحمد مکه يي، سيدجلال اغا، ترک حضرت، بابا علي او سيدشاه اغا مقبرې شاملې دي.

د هغه په وينا، په دغو ټولو پروژو، چې نږدې ۱۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د رياست لپاره نوې ودانۍ او نورې پنځه مقبرې له سره ورغول شوې.

نوموړي زياته کړه: ((له دې سره په غزني کې د ۱۶ تاريخي ابدو د بيارغونې کارونه بشپړ شول او په پاتې نورو به يې ډېر ژر کار پيل شي.))

نوموړي دغه راز وويل، هغه تاريخي اثار، چې له اسلام څخه مخکې او وروسته په جګړو کې خراب شوي او يا هم تر خاورو لاندې شوي ، را وباسي او له سره به يې ورغوي.

رهين وويل، د ۲۰۱۳ کال لپاره، چې غزني به په کې د اسلامي هېوادونو پلازمېنه وي، دوه مهمې نورې پروژې، چې د غزني زوړ ښار (بالاحصار) او په غزني کې دوه منارونه دي، دا به هم د ۲۰۱۳ لپاره له سره ورغوي.

د ده په خبره، د دې تر څنګ به د ۲۰۱۳ کال په وياړ په راتلونکي کال کې په غزني کې د پېژندل شوو شخصيتونو او خپله د غزني پېژندنې په موخه سيمينارونه جوړ کړي او دا سيمينارونه به د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري جوړېږي.

د اطلاعاتو او کولتور وزير د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي ثقافت مرکز د جوړونې لپاره هيله وښوده او زياته يې کړه، چې هڅه کوي دغه مرکز تيار کړي او دغه مراسم د بهرنيو مېلمنو په ګډون په شاندارو مراسمو ونمانځي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په غزني کې هوايي ډګر نشته او امنيتي حالت يې هم خراب دى، نو څنګه به وکولاى شي بهرني مېلمانه راشي، وويل: ((که هوايي ډګر نه وي په موټر کې راځو او که هغه هم نه وي، نو په چورلکه کې به راشو، ځکه دغه ورځ يواځې د هېواد لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده او بايد ونمانځل شي.))

د اطلاعاتو او کولتور وزير د غزني له ملي موزيم څخه هم ليدنه وکړه او زياته يې کړه، چې د ۲۰۱۳ کال لپاره به د غزني ملي موزيم هم نندارې ته وړاندې کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.