ميمنه (پژواک ٧ کب ٩١): د فارياب د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير د ماين په چاودنه، يو موټر چلوونکى د ناپېژانده ولسوالو او همدارنګه يو ماشوم په ترافيکي پېښه کې وژل شوي دي.
د شرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وويل، چې د فارياب د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير صفرمحمد، چې کله نن سهار شاوخوا نهه بجې له کور څخه د وتو په حال کې و، د دروازې مخې ته يې چاودنه وشوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې صفرمحمد په يادې چاودنه کې لومړى ټپي او وروسته يې د شرين تګاب روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.
ګهريک زياته کړه، چې ياد ماين ته د ريموت کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې، خو تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
د سيمې يوه قومي مشر حاجي ذاکر بيګ پژواک ته وويل، ياده چاودنه دومره زوروره وه، چې د شرين تګاب ولسوالۍ د حقوقو مدير يې لس متره لرې اچولى و.
شپږ مياشتې وړاندې د شرين تګاب ولسوالۍ د محکمې رييس قاضي حسام الدين هم د وسلوالو مخالفينو له خوا ووژل شو.
بلخوا د شرين تګاب ولسوال د يوه موټر چلونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې ياد چلوونکى درې اونۍ وړاندې د اندخوى- شرين تګاب په لاره د طالبانو له خوا وتښتول شو او د تېره شپه يې وژلى دى.
د هغه په وينا، طالبانو د ياد چلوونکي مړى د شرين تګاب په فيض اباد کلي کې غورځولى و، چې نن وموندل شو.
ده زياته کړه، چې دغه کس د شرين تګاب-اندخوى پر لين موټر چلاوه.
له بلې خوا د ميمنې په ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ شوى دى.
د مړه شوي هلک پلار نورالله ادعا کوي، چې زوى يې نن له غرمې مخکې د ميمنې ښار د منډيي له سړکه د تېرېدو په حال کې و، چې د پوليسو يوه رينجر موټر وواهه.
هغه وويل، چې زوى يې ژر روغتون ورساوه؛ خو هغه مړ شوى و.
د ميمنې ښار د افغان–ترک روغتون يوه ډاکټر هم وويل، چې کله يې هلک روغتون ته ور وړ مړ شوى و.
د يادونې ده، چې درې شپې وړاندې د يوه کرولا او رينجر موټر ترمنځ د ټکر له امله يوه ښځه وژل شوې وه او د دوو پوليسو په ګډون د کرولا چلوونکى او د يادې ښځي ځوان زوى ټپي شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن