ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمندكې د كوكنارو اړولو كمپاين پيل شو

هلمندكې د كوكنارو اړولو كمپاين پيل شو

author avatar
25 Feb 2013 - 10:06
هلمندكې د كوكنارو اړولو كمپاين پيل شو
author avatar
25 Feb 2013 - 10:06

لښكرګاه (پژواك ۷ كب ۹۱): امنيتي چارواكي وايي، چې د هلمند په بېلابېلو سيمو كې يې  د كوكنارو د له منځته وړو كمپاين پيل كړى دى.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام تېره ورځ ناوخته په يوه خبري ناسته كې وويل، د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين يې پيل كړى، چې  په ترڅ كې به يې ۲ زره هېكتاره كرل شوې ځمكه  له كوكنارو پاكه شي.

د هغه په وينا، دغه كمپاين اوس مهال د مركزي سيمو تر څنګ په نادعلي او مارجې ولسواليو كې پيل شوى، خو په راتلونكو څو ورځو كې به په ټولو ولسواليو کې پيل شي.

نوموړي زياته کړه، كه څه هم د دوى هدف د ۲ زره هېكتاره كوكنارو د له منځه وړل دي، خو هڅه كوي، چې دغه اندازه زياته كړي او پر دولتي ځمكو كرل شوي كوكنار هم له منځه يوسي.

الهام وويل: ((د كمپاين پر مهال ټول امنيتي ځواكونه ګډه مرسته كوي او په تېرو دوو ورځو كې له هېڅ امنيتي ستونزې سره نه دي مخ شوي.))

دغه راز د امنيه  قوماندانۍ د امنيت امر او د كوكنارو اړولو د كمپاين مسوول سمونوال غلام رباني بهاوي پژواک اژانس ته وويل، تر دې مهاله يې د لښكرګاه په باباجي، د نادعلي په نواباد  او د مارجې په ترخه ناور سيمو كې كمپاين كړى او تر زر جريبه زيات كوكنار يې له منځه وړي دي.

نوموړي وويل، چې كمپاين به د پخوا په څېر دوه مياشتې دوام وکړي او ټول پوليس به يې د اړتيا پر مهال له لړۍ څخه ساتنه كوي.

د هغه په وينا، ډېر كوكنار په هغو سيمو كې كرل شوي، چې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه په كې ډېر وو.

چارواكي دا نه وايي، چې سږ پر څومره ځمكه كوكنار كرل شوي، خو زياتوي، چې د تېرو كلونو په پرتله د كوكنارو د كر كچه كمه ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.