ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ځوانو سوداګرو ټولنه جوړيږي

په کابل کې د ځوانو سوداګرو ټولنه جوړيږي

author avatar
25 Feb 2013 - 15:59
په کابل کې د ځوانو سوداګرو ټولنه جوړيږي
author avatar
25 Feb 2013 - 15:59

کابل (پژواک ٧ حوت ٩١): د کابل د سوداګرۍ او صنايعو خونه د يو شمېر نورو ادارو په مرسته په کابل کې د ځوانو سوداګرو ټولنه جوړوي او وايي، چې وروسته به دا ډول ټولنې په نورو ولايتونو کې هم جوړې شي.

په همدې موخه نن د کابل د سوداګرۍ او صنايعو خونې يو شمېر ځوان سوداګر او سوداګرې وربللې وې.

د يادې خونې مشر رحيم الله حميدي خبريالانو ته وويل، چې نوې جوړېدونکې ياده ټولنه به د ځوانو سوداګرو د ستونزو د لرې کولو لپاره کار کوي.

دى وايي، چې د کابل د سوداګرۍ او صنايعو خونه به هم له ځوانو سوداګرو سره مرسته وکړي او هغوى ته به د سوداګرۍ په برخه کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) او ځينو دولتي ادارو په مرسته روزنه هم ورکړي.

دى وايي، چې د دغه کار موخه په هېواد کې د سوداګرۍ پراختيا او په دې برخه کې د ځوانانو د ونډې زياتوالى دى.

يادې خونې نن د ښځينه وو په ګډون يو شمېر ځوان سوداګر وربللي وو، ترڅو له هغوى سره د ټولنې پر جوړولو او د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

حميدي وايي، چې د دې ټولنې په رامنځته کېدو سره به ځوان سوداګر يو له بل سره خپلې تجربې شريکې کړي او له دې لارې به وکولى شي، خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي.

ده هغه په وينا، نن د ځوانو سوداګرو لومړنۍ ناسته وه او په نږدې راتلونکي کې به يې ٣٠ کسيزه ټولنه رامنځته شي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې وروسته به د ځوانو سوداګرو ټولنې په نورو ولايتونو کې هم جوړې شي.

د نننۍ ناستې يو ګډونوال ٢٥ کلن مصطفى چې د ميدان وردګو اوسېدونکى او د راشد اعوان د تېلو واردوونکي شرکت مدير دى، وايي، دا ټولنه د سوداګرو د تجربې د تبادلې او يو له بل څخه د مالي همکاريو د غوښتنو لپاره ډېره اړينه ده.

مصطفى وايي، چې د دې ټولنې جوړېدو ته لا له وړاندې اړتيا وه.

يوه بله ځوانه سوداګره شازيه کوهستاني، چې د يوې لوجستيکي کمپنۍ مشره ده، وايي، له دې امله چې ځوانان د سوداګرۍ په برخه کې ډېره تجربه نه لري، د دې ډول ناستو جوړېدل د هغوى د کاري وړتياوو په لوړاوي کې ډېره مرسته کولى شي.

د کوهستانۍ په خبره، ډېر ځوانان د سوداګرۍ پر اصولو نه پوهېږي او دا ناپوهي هغوى ته د زيان اوښتو لامل کېږي.

شازيه وايي، چې د دې ډول ټولنو له لارې دوى خپلې کمزورتياوې په نښه او حل لارې ورته موندلى شي، تجربې ترلاسه کولاى شي او د سوداګرۍ له قانون څخه خبرېږي.

شازيې زياته کړه: “زه چې سوداګره او د يوې کمپنۍ مشره يم، که په يوه موضوع ونه پوهېږم، نو په داسې غونډو کې د بحثونو له لارې پر هغې پوهېدى شم، سبا ورته په ښه ډول پلان جوړوم، ترڅو ستونزه حل کړم، دا د ځوانو سوداګرو لپاره ډېره ګټوره ده.”

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.