ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ نوروز منګل ته ستاينليک ورکړ

کرکټ بورډ نوروز منګل ته ستاينليک ورکړ

author avatar
25 Feb 2013 - 12:19
کرکټ بورډ نوروز منګل ته ستاينليک ورکړ
author avatar
25 Feb 2013 - 12:19

کابل (پژواک ٧ کب ٩١): د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د کرکټ د ملي لوبډلې مخکني کپتان نوروز منګل ته د ښو لاسته راوړنو په وياړ ستاينليک ورکړ شو.

نوروز منګل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان يا لوبـډلمشر په توګه پاتې شوى و، تېره ورځ له دې دندې لرې او د هغه پر ځاى محمد نبي عيسى خېل وټاکل شو.

نوروز منګل به له دې ورروسته په لوبډله کې  د يوه عادي لوبغاړي په توګه ولوبيږي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر او سلاکار وزير شهزاده مسعود او د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد تېره ورځ ناوخته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ لپاره د نوروز منګل د خدمتونو په وياړ هغه ته ستاينليک ورکړ.

شهزاده مسعود د افغانستان کرکټ په ډګر کې د نوروز منګل هلې ځلې نه هېروېدونکې وبللې او نوموړې ته يی د زيرک کپتان لقب ورکړ.

د هغه په وينا، نوروز منګل په تېرو څو کلونو کې وکولاى شول، چې په خپلې ښې رهبرۍ سره لوبډله يو موټي او په لوړ مورال کې وساتي، چې د ده دغه اخلاقي معيارونه به د تل لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د يو اصل په توګه پاتې وي.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې د نوروز منګل په کپتانۍ کې افغانستان دوه ځلې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام ته لار پيدا کړه، د انټرکانټنېنټال يا لويو وچو جام يې وګاټه، د پنځو ډوېژنونو اتلولۍ يې خپلې کړې او د يو ورځني نړيوال کرکټ دريځ يې خپل کړ.

هغه هم د نوروز منګل د خدماتو د ستاينې ترڅنګ زياته کړه، چې دغه راز د نوموړي په کپتانۍ کې افغانستان اسيا چلېنج او ايليټ کپونه يې وګټل او ګڼ شمېر نورې برياوې يې هم خپلې کړې.
نوروز منګل د کرکټ بورډ له خوا د ستاينليک په ورکولو مننه کړې او ژمنه يې وکړه، چې دى به د يوه لوبغاړي  په توګه د افغانستان د کرکټ لپاره خپلو خدمتونو ته ادامه ورکوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.