ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو سلګونو مشرانو د ولسمشر د پرېکړې د پلي کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
26 Feb 2013 - 15:45
author avatar
26 Feb 2013 - 15:45

د امريکايي ځانګړو ځواکونو او د هغو د افغان همکارانو له خوا د ځورونو په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ امر وکړ، چې دغه ځواکونه دې په دوو اونيو کې له ميدان وردګو ولايت څخه ووځي.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جانان د کب په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو له دوه زرو زياتو مشرانو او مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د يادې پرېکړې، چې په دوو اونيو کې دې بهرني ځواکونه ووځي، هرکلى وکړ.

د ده په وينا، چې دغه غونډه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې جوړه شوې وه او د غونډې ګډونوالو په يوه غږ وويل، چې د ولسمشر پرېکړه دې عملي شي او که پلې نه شوه، نو د دغه ولايت ولسونه به په پراخو دوامداره سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي.

د جانان په وينا، په دغو مشرانو کې د مرکز ميدان ښار، چک، سيداباد، دايميرداد، جغتو، بهسودو، جلريز او نرخ ولسواليو مشرانو، مخورو، جهادي قوماندانانو او علماوو برخه درلوده.

هغه زياته کړه، چې دغه راز دغو مشرانو له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو ولسواليو امنيت ته جدي پام وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه له دوى سره ملاتړي دي.

يادو په سلګونوقومي مشرانو او مخورو له غونډې وروسته ددغې پرېکړې د عملي کېدو او ژر له دغه ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې سوله ييز لاريون هم وکړ .

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼي هم پژواک اژانس ته ياد غونډه تاييد کړه او دا يې د ولسمشر د پرېکړې د ولسونو ښه هرکلى وباله.

ده ډاډ څرګندکړ، چې د دې پرېکړې له پلي کېدو سره به د دغه ولايت د ولسونو او دولت ترمنځ اړيکې ډېرې پياوړې شي.

د ولايتي شورا مرستيال جانان وويل، چې د غونډې په پاى کې د ولايتي شورا او ولسونو د مشرانو او مخورو يو ګډ شپږ ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې دوى په ګډه د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا، په وينا يې، شوي ظلمونه، لکه د خلکو وهل، نيول، وژل، بندي کول، د موټرو او کورونو انفجارول او د څاوريو وژل غندل شوي، دغه راز زيانمنو کورنيو ته د زيان د ورکړې غوښتنه او په دغو جرمونو د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې ده.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له عمومي رياست څخه غوښتل شوي، چې د دغه ولايت د ولسواليو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه په پرېکړه ليک کې ګواښ شوى، که د ولسمشر دغه پرېکړه، چې د ولسونو غوښتنه وه، پلې نه شي، نو دوى به په سوله ييزو پراخو او دومداره لاريونونو لاس پورې کړي.

د ميدان وردګو د والي وياند دا هم وويل، چې والي عبدالمجيد خوګياڼي د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو د امنيت په اړه له امنيتي چارواکو سره وليدل.

هغه زياته کړه، چې والي د ٥٠٥ سپين غر زون د پوليسو له قوماندان، د زون د قول اردو له قوماندان، د زون د لوا له قوماندان او د دغه ولايت له امنيه قوماندان سره خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، والي يادو امنيتي مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې ټول امنيتي ارګانونه بايد د دندې پر مهال همغږي او له يو بل سره هر وخت همکار و اوسي .

د نوموړي په وينا، د کابل- کندهار او کابل – باميانو د لويې لارې د امنيت د تامين په موخه د نويو امنيتي پوستو د ځاى پر ځاى کولو لړۍ پيل شوې ده.

که څه هم د ناټو ځواکونو پرون وويل، دوى داسې شواهد په لاس کې نه لري چې د وردګو د ځورونو په اړه د خلکو او افغان دولت ادعاوې په اثبات ورسوي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي، چې دوى د افغان حکومت د ادعاوو په اړه څېړنې کوي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.