ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې د سبزيو کرنه ډېره شوې

په لغمان کې د سبزيو کرنه ډېره شوې

author avatar
26 Feb 2013 - 15:25
په لغمان کې د سبزيو کرنه ډېره شوې
author avatar
26 Feb 2013 - 15:25

جلال اباد (پژواک ٨ کب ٩١): د لغمان د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د دغه ولايت په ژمنيو سبزيجاتو کې زياتوالى راغلى او له بل هر وخت يې ښه نتيجه ورکړې ده.

د لغمان د کرنې رييس محمداسماعيل دولتزي د کب په ٨مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د لغمان د کرنې رياست د نورو پرمختګونو ترڅنګ د سبزي جاتو د توليد په کچه کې هم زياتوالى راغلى دى.

هغه زياته کړه: ((زه په ډاګه سره ويلى شم چې زموږ سبزيجات له بل هر ولايته ډېر دي او هره ورځ پر سبزيو بار څو موټر کابل، جلال اباد او نورو ولايتونو ته روان وي.))

د نوموړي په وينا، د هر جريب ځمکې حاصل چې سبزي په کې کرل شوي، تر پنځوس زره افغانيو پورې رسېږي، چې دا ډېر لوړ حاصل دى.

دولتزى وايي، چې د سبزيجاتو کښت د کوکنارو ښه بديل کېداى شي، نو له همدې امله په لغمان ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله کوکنار په ډېره کم اندازه کرل شوي دي.

ده وويل: ((د زعفرانو نمايشي قطعات مو هم کرلي، چې د ټولو ولايتونو په کچه لغمان لومړى راغلى دى.))

د ده په خبره، چې په لغمان کې د سايبينو په نوم يو بل نبات هم کرل شوى او ډېر ښه حاصل يې ورکړى دى.

د کرنې رييس دغه راز وايي، چې دغه بوټي په هر جريب کې ١١٩ منه حاصل ورکړى دى.

نوموړي په دغه ولايت کې د وريجو د حاصلاتو په اړه وويل، چې د دې ولايت په ١٣ زره هکتاره ځمکه وريجې کرل کېږي.

خو بلخوا دولتزى دا هم وايي، چې دوى د خپلو حاصلاتو لپاره د پروسس کومه فابريکه نه لري او په کار ده چې مرکزي اداره په دې برخه کې د لغمان له خلکوسره مرسته وکړي.

دى زياتوي: ((د پروسس د فابريکې نه شتون زموږ يوه ستره ستونزه ده، ما څو ځلې د کرنې له وزارت سره هم دا خبره شريکه کړې ده.))

د کرنيزو چارو کارپوهان هم وايي، چې د لغمان اوبه او هوا د بېلابېلو نباتاتو د کـښت لپاره مساعده ده او په کار ده چې په ياد ولايت کې د زراعتي توليداتو لپاره د پروسس فابريکه موجوده وي.

د کرنې يوه کارپوه انجنير عصمت مصلح پژواک اژانس ته وويل، که چېرې په لغمان کې د زراعتي توليداتو د پروسس لپاره فابريکه جوړه شي، نو لغمان او ګاونډي ولايتونو ته به يې له بل هر چا څخه ګټه ډېره وي.

هغه زياته کړه، چې له دې سره به له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به کروندګر خپل توليدات همدلته پروسس کوي.

د ده په خبره، چې د روميانود حاصل په وخت کې اکثره په لغمان کې روميان او يو شمېر نور توليدات خرابيږي او يا يې هم قيمت ډېر ټيټ وي.

ده زياته کړه: ((که چېرې موږ فابريکه ولرو نو دهقان ته يې هم ګټه رسيږي او دولت ته هم.))

دى په پانګه والو هم غږ کوي، چې يوازې په لغمان کې نه بلکې په ټول هېواد کې دې د خپلو زراعتي توليداتو لپاره د پروسس فابريکې جوړې کړي، څو يې له پانګې اچونې هېواد ته ګټه ورسېږي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.