ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مرکزي بغلان کې طالبان بيا فعال شوي

په مرکزي بغلان کې طالبان بيا فعال شوي

author avatar
26 Feb 2013 - 16:17
په مرکزي بغلان کې طالبان بيا فعال شوي
author avatar
26 Feb 2013 - 16:17

کابل- پلخمري (پژواک ۸ کب ۹۱: د طالبان د يوه وسلوال قوماندان په ګډون شپږ تنه د مرکزي بغلان په يوه لرې پرته ولسوالۍ کې په داسې حال کې نيول شوي، چې د سيمې اوسېدونکي په دې ولسوالۍ  کې د طالبانو بيا فعالېدو اندېښمن کړي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي رستاقي وايي، چې دغه قوماندان عزيزالله نومېږي او دايساف ځواکونو دعملياتو په بهير کې د مرکزي بغلان په سيمه کې نيول شوى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې  له سمنګانو ولايت نه دې سيمې ته راغلي درې نور وسلوال مخالفين هم نيول شوي دي.

رستاقي زياته کړه،دغه قوماندان او غړو يې نيت درلود، دورانکاره کړنو هوډ درلود، چې نيونه يې به يې  په امنيت کې مرسته وکړي.

خو هغه څرګنده کړه، چې دغه عمليات يواځې دايساف ځواکونو له خوا ترسره شوي او د بغلان امنيتي ځواکونو په کې ګډون نه درلود.

خو په هغې خبرپاڼه کې، چې نن دايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک ته را رسېدلې، ويل شوي، چې دغه عمليات له افغان ځواکونو سره يوځای ترسره شوي او په ترڅ کې د طالبانو د يوه سيمه ييز مشر په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي.

دايساف په وينا، د طالبانو دغه سيمه ييز مشر په بغلان جديد ولسوالۍ کې د يو شمېر وسلوالو مخالفينو د کنټرول د مسووليت ترڅنګ د ماينونو ماهر هم و او له مخالفينو سره يې د وسلو او مالي مرسته هم کوله.

سرچينې زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې څو ميله وسلې هم له يوې اندازې مهماتو سره نيول شوې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

په ورته وخت کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، له هغه مهاله  چې ايساف ځواکونو د مرکزي بغلان د منګلو په سيمه کې خپل نظامي مرکز افغان ځواکونو ته سپارلی؛ وسلوالو طالبانو يو ځل بيا په فعاليت پيل کړی دى.

د کندهاري کلي اوسېدونکي شمس الحق پژواک ته وويل: “درې اونۍ کېږي چې افغان ځواکونه دايساف په خالي کړي  مرکز کې مېشت شوي او ورسره په يوه وخت کې د طالبانو تګ راتګ هم تر سترګو کېږي.”

هغه زياته کړه، چې وسلوال طالبان د مرکزي بغلان په لايقه او تيخونک کليو کې، چې ايساف په کې دعملياتو په ترڅ کې عزيزالله او څو کسه نور ونيول؛ يو ځل بيا په فعاليت پيل کړی دی.

شمس الحق زياته کړه، چې دايساف شتون د څېرمه کليو لپاره هم اغېزمن و او فکر نه کوي، چې افغان ځواکونه دې وسلوال طالبان له منځه يوسي.

خو د مرکزي بغلان امنيه قوماندان وايي، چې تر اوسه لا په سيمه کې دوسلوالو طالبانو کوم خوځښت نه دی ترسترګو شوی او که داسې کوم خوځښت وليدل شي، نو د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيتي ځواکونه يې د له منځه وړلو وړتيا لري.

تيخونک او لايقه هغه دوه کلي دي، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له مرکز نه په ۱۲۰ کيلومتره واټن کې له سمنګان ولايت سره په پوله موقعيت لري.

د يادولو وړ ده، چې تېره اونۍ هم ايساف او سيمه ييزو چارواکو د مرکزي بغلان د وردګو په کلی کې د درېيو وسلوالو  او د ملا ديان په نوم د طالبانو د يوه نظامي مسوول، چې تازه له پاکستان نه راستون شوى و، د نيولو خبر ورکړ.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.