ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د خبريالانو په وهلو تورن سرتېرى پر حبس محکوم شو

په ننګرهار کې د خبريالانو په وهلو تورن سرتېرى پر حبس محکوم شو

author avatar
26 Feb 2013 - 16:55
په ننګرهار کې د خبريالانو په وهلو تورن سرتېرى پر حبس محکوم شو
author avatar
26 Feb 2013 - 16:55

 جلال اباد (پژواک٨کب،٩١) : د ملي امنيت هغه سرتيرى، چې په ننګرهار کې يې يو شمېر خبريالان وهلي او سپکې سپورې يې ورته ويلې وې ، پر حبس محکوم شو .

 په ننګرهار کې د يو شمېر رسنيو خبريالان د ملي امنيت د ساتونکو له لوري په داسې مهال وهل شوي ، چې وړمه ورځ د ملي امنيت د ښاري حوزې پر ودانۍ تر ځانمرګي بريده وروسته کله، چې خبريالان د خبر دپوښښ  په موخه سيمې ته ولاړل ،نو د ملي امنيت د کارکوونکو لخوا اوه تنه خبريالان وډبول شول ، کنځلې  ورته وشوې او وسايل يې هم ترې واخيستل شول.

 د ننګرهار د والي ويانداحمدضيا عبدالزي د کب په ٨مه،د جلال اباد په قصر کې د خبري غونډې پر مهال وويل ، چې د ملي امنيت ياد سرتيرى د قطعې په اوږدې مودې بند محکوم  شوى دى.

 هغه زياته کړه : (( ملي امنيت يو پلاوى هم ټاکلى او موضوع  څارنوالۍ ته هم وړاندې شوې، په دې اړه جدي څېړنې کيږي، نور ملګري به يې هم معلوميږي.))

 دى وايي چې له ژورناليستانو سره پر بد چلند د ننګرهار د ولايت مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې خواشينې دي او د ياد حرکت غندنه کوي.

 عبدالزي زياته کړه ، چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو د مخنيوي په موخه کار کوي، تر څو له ژورنالېستانو سره دا ډول چلند بيا تکرار نه شي.

 د والي وياند وويل : ((موږ به ګډې ناستې برابروو تر څو متقابلې اړيکې لا غښتلې شي.))

 پرون هم د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې يو شمېر خبريالانو د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګرديوال په ګډون د ملي امنيت  رييس او يو شمېر نورو دولتي چارواکو سره وکتل ، چې د ملي امنيت رييس جنرال ګل نبي وردګ د وهل شويو خبريالانو څخه د ځورېدو بښنه وغوښته او په اړه يې د قانوني کړنو وعده هم ورکړې وه، چې نن يې په رسمي ډول اعلان کړه.

 د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورناليستانو د ټولنې رييس استاد لال پاچا ازمون پژواک ته وويل ، چې د خپلې قانوني غوښتنې په ترلاسه کولو کې بريالي شوي دي.

 استاد ازمون وايي ، چې دوى د ياد سرتيري پر حبس خوښ دي.

 هغه زياته کړه : ((حبس په يوه نظامي اداره کې ډېره لوړه جزا ده او دا د دې په خاطر ، چې په اينده کې نور خلک پوى شي. ))

 د ازمون په وينا، دوى ياد کسان ځکه ونه بښل، تر څو نورو ته يو ډول درس شي، چې په اينده کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

 دى وايي: ((امنيت ملي زموږ خپله اداره ده او موږ پرې وياړو،خوخوشحاله په دې يو چې زموږ قانوني غوښتنې ومنل شوې.))

 د ده په خبره ، چې په راتلونکي کې بايد امنيتي ځواکونو ته ورکشاپونه داير شي، تر څو له ژورنالېستانو سره په جنګي ساحه کې پر چلند او له هغوى سره د اړيکو په ساتلو وپوهيږي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.