غزني ښار (پژواک ٩ کب ٩١): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې ١٧ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د سيمه ييزو پوليسو عمومي رييس جنرال عليشاه احمدزي د کب ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو ياد سيمه ييز پوليس لومړى په خپله پوسته کې مسموم کړي او بيا يې ډزې پرې کړې دي.
د جنرال احمدزي په وينا، په دې پېښه کې يو بل سيمه ييز پوليس ټپي دى او دوه نور نادرکه دي.
احمدزى وايي، د دې امکان شته، چې له يادو پوليسو سره د مخالفينو کوم نفوذي کس و، خو زياته يې کړه، چې پېښه تر څېړنې لاندې ده او وروسته به معلومه شي چې اصلي خبره څه وه.
جنرال عليشاه احمدزي وويل، چې په وژل شوو کې ١٠ سيمه ييز پوليس دي او پاتې اووه نور هغه کسان دي چې نوي د دغو پوليسو ليکو ته راغلي او تر روزنې لاندې وو.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ٨ بجې د اندړو ولسوالۍ د حبيب ګوډلو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، وژل شوي سيمه ييز پوليس لومړى په خوړو کې د زهرجنو موادو له امله مسموم شوي وو او وروسته وسلوال طالبان ورغلي او وژلي يې دي.
نوموړي زياته کړه، چې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو وسلې او مهمات هم وړي دي.
طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى کسانو د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى او ١٩ تنه يې په کې وژلي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن