ژبه

حزب اسلامي په راتلونکو ټاکنو کې د مستقل کانديد درولو پرېکړه وکړه

جاوېد هميم کاکړ

۱۰ کب ۱۳۹۱ - ۱۳:۴۴

Views: ۱۰۲

کابل ( پژواک ١٠ کب ٩١ ) : د افغانستان د حکومت پلوي د حزب اسلامي ډلې په راتلونکو ولسمشريزو ټولـټاکنو کې د مستقل کانديد ددرولو پرېکړه وکړه.

د حزب اسلامي ددغې ډلې وياند عبدالله کامه وال د کب په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پرېکړه نن د ګوند داجرائيه شورا په غونډه کې وشوه.

هغه زياته کړه ، چې په دې غونډه کې د ګوند مهمو مشرانو لکه د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي، د کرنې وزير محمد اصف رحيمي ،د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د پکتيا والي جمعه خان همدرد،  د مشرانو جرګې او ولسي جرګو لسګونو غړو، يو شمېر نورو واليانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د حزب اسلامي مهمو جهادي قوماندانانو او مخورو برخه اخيستې وه.

د کامه وال په وينا، چې په  دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به حزب اسلامي مستقل کانديد دروي او په دې موخه  د ځانګړي کانديد د انتخاب لپاره يې يو کمېسيون وټاکه.

د نوموړي په وينا، دغه کمېسيون ١٣ غړي لري او مشري يې د اجرائيه شورا دغړي انجنير محمد خان په پر غاړه ده.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کمېسيون به د هېواد په مرکز او ولاياتو کې د حزب اسلامي له استازو او نورو خلکو سره د کانديد په اړه مشورې وکړي او په پايله کې به د کانديد نوم اعلان کړي.

د ارغنديوال په مشرۍ د حزب ددغې ډلې وياند وايي، چې دوى به په نږدې راتلونکي کې دا اعلان وکړي، چې له دوى سره په راتلونکو ټاکنو کې څوک انتخابي ايتلاف او اتحاد کوي.