چاريکار (پژواک ١١ کب ٩١): د سالنګ لويه لاره، چې د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره تړي، د درېيو ورځو بنديدو وروسته خلاصه شوه.
دغه لويه لاره، د تېرې سه شنبې په ورځ (د کب ٨ مه) د سهار له څلورو بجو راهيسې د پرله پسې واورې ښويېدنې له امله وتړل شوه، چې د سالنګ تونل دواړو خواوو ته په سلګونو باروړونکي موټر بند پاتې وو.
د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لاره نن (د کب ١١ مه) د سهار په درې بجې، له درېيو ورځو بنديدو وروسته خلاصه شوه.
د هغه په وينا، له کابل شمالي ولايتونو ته او له هغې خوا کابل ته د موټرو تګ راتګ پيل شوى دى او دا مهال کومه ستونزه نشته.
د سالنګونو د څار او ساتنې امريت کارکوونکي سميع الله پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو درېيو ورځو کې د ٧٢ ځلې واورې ښويېدنې له امله دغه لاره تړل شوې وه.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ د امريت د کارکوونکو په هڅه دغه لاره ټوله پاکه شوه او موټرو تګ راتګ پرې په عادي ډول پيل شو.))
د ده په خبره، د دوى ادارې د دوو کارکوونکو مړي، چې د واورې ښويېدنې له امله د واورو لاندې شوي وو، تېره ورځ پيدا شول.
د سميع الله په وينا، د سالنګونو د څار او ساتنې امر جنرال عبدالرجب په ګډون اووه تنه نور د دغې ادارې کارکوونکي هم په د واورې ښويېدنې له امله ټپيان شوي وو، چې دا مهال له روغتونه رخصت شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن