ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د ايساف تلفات کم شوي

author avatar
2 Mar 2013 - 17:06
author avatar
2 Mar 2013 - 17:06

کابل (پژواک ١٢ کب ٩١): د روان ژمي پر مهال په افغانستان کې يواځې ١٧ بهرني سرتېري وژل شوي چې تر ٢٠٠٦ زېږديز کال وروسته تر ټولو ټيټه شمېره څرګندوي.

د اى کژولټيز په نوم يوه  وېب پاڼه، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه جزئيات خپروي، د معلوماتو له مخې، په تېرې فبرورۍ مياشت کې په افغانستان کې يواځې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى، چې هغه هم امريکايى و.

سرچينې زياته کړې، چې د روان ژمي په تېرو درېيو مياشتو (ډسيمبر، جنوري، فبروري) کې په ټوليزه توګه ٢٣ بهرني سرتېري وژل شوي چې ١٧ يې امريکايي دي او دا په تېرو پنځو کلونو کې بې سارى کموالى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د ژمي په درېيو مياشتو کې ٨٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو، چې تر ٦٠ زيات يې امريکايان وو.

 د تېرې جمعې ورځ (د کب څلورمه) په هلمند ولايت کې يو امريکايى سرتېرى ووژل شو، دا په تېرو ٤٣ ورځو کې لومړى امريکايي سرتېرى و، چې په افغانستان کې وژل شوى دى.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د سرتېرو د مرګ ژوبلې د کچې د ټيټيدا راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې دغو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پروګرام پيل کړى او ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې له پاتې ٦٦  زرو امريکايي سرتېرو څخه يې شاوخوا ٣٥ زره ووځي.

په افغانستان کې ايساف ځواکونه وايي، چې د سرتېرو په مرګ ژوبله کې کمښت د دوى لپاره حيرانونکى نه دى.

د دغه دفتر يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې افغان ملي ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي او د خپل هېواد  د ډېرو سيمو امنيت يې په خپله غاړه اخيستى او ډېرى عمليات هم د هغوى له خوا ترسره کېږي.

ايساف وايي، چې د افغان ځواکونو له خوا د ډېرو برخو کنټرول او عمليات د هغوى له خوا ترسره کول، د نړيوالو ځواکونو د مرګ ژوبلې د کمېدا يو لامل دى.

سرچينې د افغان ځواکونو د وړتياوو د ستاينې ترڅنګ ويلي، چې دوى هره ورځ د  افغانستان په بېلابېلو برخو کې بريالي عمليات ترسره کوي او ډېرې لاسته راوړنې لري.

ايساف زياته کړې: ((د دوى برياوې د هغه کمپاين برياليتوب دى چې غواړي د عملياتو مسووليت افغانانو ته وسپاري او ناټو د مشورې، روزنې او همکارۍ رول خپل کړي.))

د سرچينې په وينا، د رول بدلول په دې معنى نه ده، چې د ايساف همکاري کمه شوې، بلکې ايساف له افغان ځواکونو سره مرستو او همکاريو ته پوره ژمن دى.

کتونکي په دې اند دي، چې بهرنيان له کليو، بانډو او ولسواليو څخه د وتلو په حال کې دي او سيمې افغان ځواکونو ته سپاري او اوس ډېرى عمليات د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي، ځکه د بهرنيانو د شمېرې کچه ټيټه شوې ده.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي،  چې د ناټو د مرګ ژوبلې ځاى اوس افغان ځواکونو نيولى او خپله د ملي دفاع وزارت اعلان کړى چې په تېرو څو مياشتو کې يې تر ١٢ زيات سرتېري وژل شوي دي.

خو هغه وايي، داسې هم نه ده، چې د امريکايي سرتېرو او ناټو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه دې دومره  ټيټه شوي وي.

حقيار وايي: (( دا تبليغاتي جګړه ده، ډېرى مهال دوى خپل تلفات پټوي.))

تېر کال په افغانستان کې ٤٠٢ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.