ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې پنځه ماين خښوونکي وژل شوي

په فراه کې پنځه ماين خښوونکي وژل شوي

author avatar
2 Mar 2013 - 10:58
په فراه کې پنځه ماين خښوونکي وژل شوي
author avatar
2 Mar 2013 - 10:58

فراه (پژواک ١٢ کب ٩١): د فراه چارواکي وايي، تېره شپه په بکوا او پشت رود ولسواليو کې لږ تر لږه پنځه ماين خښوونکي د خپلو ماينونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې ماين خښوونکي تېره شپه  په پشت رود ولسوالۍ کې د خپل ماين چادونې وژلي دي.

کينتوز وويل، چې په وژل شوو کې د سړک غاړې د ماينونو طراح  او په دغه ولايت کې د طالبانو مشهور قوماندان بسم الله هم وژل شوى دى.

د امنيه قوماندان په خبره، بسم الله په پشت رود او بالابلوک ولسواليو کې د ماينونو په خښولو کې لاس درلود.

کينتوز په پشت رود ولسوالۍ کې د دوو نورو وژل شوو کسانو نومونه محمدنسيم او غلام حضرت وښودل او ويې ويل، چې دغه دوه تنه د دې ولسوالۍ د شاه مبارک او بلندي کليو اوسېدونکي دي.

خو د پشت رود ولسوال غوث الدين وايي، پنځه ماين خښوونکي تېره شپه يوه بجه په بلندي سيمه کې د خپل ماين په چاودنه کې، چې د سړک پر غاړه يې ځاى پر ځاى کاوه، وژل شوي دي.

ولسوال زياتوي، چې وژل شوي تر اوسه (له غرمې مخکې ٩ بجې ) په سيمه کې د سړک پر غاړه پراته دي.

د فراه امنيه قوماندان همداراز وويل، چې تېره شپه په بکوا ولسوالۍ کې هم ورته پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې يو ماين خښوونکى وژل شوى دى.

امنيه قوماندان وايي، چې وژل شوي کس غوښتل په دې ولسوالۍ کې پر لويه لاره ماين خښ کړي.

ده وويل، چې د ماين خښوونکي موخه ښايي د ملي اردو سرتېري وو، چې دې  ولسوالۍ ته  د عملياتو لپاره تللي دي.

هغه د عملياتو په اړه جزئيات ورنه کړل.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.