جلال اباد (پژواک ١٣ کب ٩١): د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مسوولين وايي، چې د ننګرهار ولايت د چارواکو د نه همکارۍ له امله د درونټې د برېښنا د ترميم پروژه يې ځنډولې او دې لپاره يې ځانګړې پيسې بېرته مرکز ته لېږلې دي.
په ننګرهار ولايت کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (يو. اېس. اى. اې. ډي) مسوول مايک ډيمپسي (Mike Dempsey ) د کب په ١٣مه، په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې تېر کال د درونټې برېښنا بند د ترميم لپاره يې له يوه شرکت سره قرارداد کړى و.
هغه زياته کړه، چې د ١١ ميليونه ډالرو په ارزښت دغه قرارداد وروسته له هغه فسخ شو، چې د ياد شرکت کارونه بې کيفيته او دوى ته د منلو وړ نه وو.
د نوموړي په وينا، شپږ مياشتې مخکې د ننګرهار ولايت له مقام سره د يوه تفاهم له مخې دې پرېکړې ته ورسېدل، چې د افغان حکومت د لس سلنې ونډې سره به د لسګونو ميليونو ډالرو دغه پروژه دوى پلي کوي.
مايک ډيمپسي وويل، چې د شوې هوکړې له مخې د ننګرهار والي شېرزي ژمنه کړې وه، چې پنځه ميليونه به د شېرزي بنسټ، چې د پروژې ټول لس سلنه کېږي، ورکوي.
خو نوموړي زياته کړه، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د ننګرهار ولايت مقام دغه پيسې ورنه کړې او دوى اړ شول، چې د درونټې د برېښنا بند د ترميم پروژه وځنډوي.
دى وايي، چې دوى د دې پروژې لپاره ځانګړې شوې پيسې بېرته مرکز ته لېږلې، اوس به دا پيسې د افغان دولت د بوديجې له لارې لګول کېږي، يا به بېخي ونه لګول شي.
خو د ننګرهار ولايت مقام وايي، چې دوى له ژمنې سرغړونه نه ده کړې او اوس هم تيار دي چې د يادې پروژې لپاره د لس سلنې ونډې پيسې ورکړي.
د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې والي اوس هم پر خپلې ژمنې ولاړ دى، خو تر اوسه ورته يو. اېس. اى. اې. ډي د پروژې د عملي اقداماتو د پيلولو په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا په کابل کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (يو اېس اى اې ډي) وايي، چې دا پروژه ځنډول شوې ده او دوى به يادې پيسې د افغان حکومت د بوديجې له لارې ولګوي.
د يادې ادارې مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د درونټې برېښنا بند بيارغولو ته ژمن دي او د دې لپاره ځانګړې بوديجه لري.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له افغان چارواکو سره د خبرو پر مهال هغوى په ډاګه کړه، چې دا پروژه بايد د هغوى له لارې د دوى له بوديجې ولګول شي.
د امريکا نړيواله پراختيايي اداره وايي، دوى پرېکړه کړې، چې د درونټې برېښنا بند لپاره ځانګړې شوې پيسې چې لسګونه ميليونه ډالر دي، د افغان حکومت بوديجې ته انتقال کړي او د درونټې برېښنا بند بيارغونه به له برېښنا شرکت او افغان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن