ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ملګري ملتونه دې په ايران کې د افغانانو د اعدام مخه ونيسي”

“ملګري ملتونه دې په ايران کې د افغانانو د اعدام مخه ونيسي”

author avatar
3 Mar 2013 - 15:06
“ملګري ملتونه دې په ايران کې د افغانانو د اعدام مخه ونيسي”
author avatar
3 Mar 2013 - 15:06

کابل (پژواک ١٣ کب ٩١): مدني ټولنې له افغان دولت، ملګرو ملتونو او بشري حقونو د دفاع له بنسټونو وغوښتل، چې په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام مخه ونيسي.

تر اوسه د افغانستان او ايران دولتي سرچينو نه دي ويلي، چې څو افغانان په ايران کې پر اعدام محکوم شوي دي، خو د افغانستان مدني ټولنو او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي، چې په ايران کې شاوخوا ٢زره افغانان د اعدام له سزا سره مخ دي.

 په ايران کې له تېرو څو کلونو راهيسې يو شمېر افغانان اعدام شوي هم دي، خو په اړه يې کره شمېره نشته.

په دې وروستيو کې هم پنځه افغانان په ايران کې اعدام شول چې مړي يې شاوخوا لس ورځې مخکې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شول.

د مدني ټولنې غړي ياسين کاشاني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په ايران کې افغان زندانيانو ته د سپکاوي ترڅنګ هغه حقوق هم نه ورکول کېږي، چې په نورو هېوادونو کې يې زندانيانو لري.

هغه وويل، چې په ايران کې افغان زندانيان مدافع وکيلان نه لري او اجازه نه ورکول کېږي، چې د خپلو کورنيو له غړو سره وويني.

دغه راز دى وايي، چې ايران د افغان زندانيانو د دوسيو په څېړلو کې عدالت نه کوي او د دغو دوسيو په اړه افغان حکومت او بل چا ته معلومات هم نه ورکوي.

د کاشاني په وينا، افغان حکومت بايد هر څه ژر له ډيپلوماتيکي لارو په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام مخه ونيسي.

د مدني ټولنې بل غړي رضا فرزام هم وويل، چې په ايران کې د افغان زندانيانو په دوسيو کې روڼتيا نشته او د ايران زندانونه هم په نړيوالو معيارونو برابر نه دي.

ده تور پورې کړ، چې د ايران دولت د اعدام شوو افغانانو مړو ته هم سپکاوى کوي.

هغه د اعدام شوو افغانانو مړو ته د سپکاوي د څرنګوالي په اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((د اعدام شوو افغانانو جسدونه په ورځو ورځو د ايران په سړو خونو کې ساتل کېږي او تر هغه يې کورنيو ته نه سپارل کېږي، چې دوه تر درېيو ميليونو تومانو پورې ورنه کړي.))

ده له نړيوالو حقوقي سازمانو غوښتنه وکړه، چې پر ايران فشار راوړي، ترڅو په دغه هېواد کې د افغانانو اعدام بند او يا يې هم کچه راټيټه شي.

ده تور پورې کړ، چې افغان حکومت په ايران کې د خپلو اتباعو له حقونو سمه دفاع نه ده کړې او نه يې هم کله په دغه هېواد کې د افغان زندانيانو د اعدام د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

يادې مدني ټولنې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت غوښتل شوي، چې هر څومره ژر په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام په اړه په کابل کې د هغه هېواد سفير احضار کړي.

په پريکړه ليک کې د افغانستان له ملي شورا، د بشري حقونو له خپلواک کمېسيون، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له سازمان او له نورو هغو سازمانو، چې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې کار کوي، غوښتنه شوې چې په ايران کې د افغان زندانيانو د اعدام مخه ونيسي او په دې برخه کې خپل انساني مسووليت ادا کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران له حکومت څخه يې غوښتي، تر هغه دې په ايران کې د افغانانو د اعدام د حکمونو پلي کول وځنډوي، څو دواړه هېوادونه په دې اړه پر يوې حل لارې سره سلا شي.

د بهرنيو چارو وزارت همدا راز ويلي، چې د ستونزې د حل لپاره به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د قضائيه قوې يو پلاوى ايران ته سفر وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.