مزارشريف (پژواک ١٤ کب ٩١): د بلخ ولايت په حيرتان سرحدي بندر کې د دوو چارواکو تر منځ تر شخړې وروسته د حيرتان د ګمرک دفتر تړل شوى دى.
د دغه ګمرک يوه کارکوونکي زمري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مخکې له غرمې د افسوتر د رييس او د حيرتان ګمرک د رييس ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، تر لفظي شخړې وروسته د دواړو ترمنځ اخ وډب هم وشو، چې له امله يې د حيرتان ګمرک رييس شفيق عثماني ټپي شو.
نوموړى وايي، چې د افسوتر د رييس بابا سعيد د بې نزاکتۍ له امله د ګمرک مامورينو کاربنديز کړى او دفتر يې تړلى دى.
د حيرتان بندر د ګمرک رييس شفيق عثماني پژواک اژانس ته شخړه او د دفتر د بندېدو پخلى وکړ ، خو زياته يې کړه، چې دى وهل شوى نه دى.
نوموړي وويل، چې د افسوتر يو شمېر بار وړونکي موټر د ګمرک پورړوي دي، دوى ورته د کاروبار اجازه نه ورکوي او په قانوني توګه يې د کار مخنيوى کاوه.
د هغه په وينا، د افسوتر رييس غوښتل، چې په غير قانوني توګه بار وړونکو موټرو ته د کار زمينه برابره کړي.
د بلخ د ګمرک لوى رييس حميدالله هم پژواک ته په حيرتان بندر کې د ګمرک د مسوول او افسوتر د رييس ترمنځ د لفظي شخړې خبر تاييد کړ.
د بلخ د سوداګرۍ رييس ډاکټر هاشم برنا هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن