کندهار (پژواک ١٤ کب ٩١): د زابل د سولې عالي شورا رييس وايي، چې په چارو کې يې د ولايتي ادارې د لاسوهنو له امله استعفا وکړه.
د زابل د سولې عالي شورا رييس محمد داود ګلزار د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې يو شمېر کسان د دوى د کارونو پر وړاندې ننګونې او خنډونه راولاړوي، چې له امله يې دى په ښه توګه خپل کارونه پر مخ نه شي وړلى.
نوموړي ادعا وکړه، چې د زابل ولايتي اداره هم د دوى په کارونو کې لاسوهنه کوي، له همدې امله مجبور شو استعفا وکړي.
ګلزار وايي، چې د دوى په اداري او انکشافي چارواکو کې د ولايتي چارواکو مداخلې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه، د زابل والي يې د کارونو مخه نيوله او هڅه يې کوله چې د دې شورا په اداري برخه کې په فساد ککړ او د خپلې خوښې کسان ځای پر ځای کړي.
نوموړي وويل: ((د سولې د شورا له لسو څخه زياتې انکشافي پروژې په دغه ولايت کې روانې دي او حتی ختمې شوې دي ،خو موږ ورباندې خبر هم نه يو او د زابل د والي له لوري اجازه نه راکول کېږي، چې د دغو پروژو نظارت وکړو.))
د سولې شورا مشر وايي، دا ستونزې يې په کابل کې د سولې عالي شورا د دارالانشا له عمومي رييس معصوم ستانکزي سره هم شريکې کړې، خو دا چې ورته توجه نه کېږي ، نو دى استعفا ته اړ شو.
خو د زابل ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د سولې عالي شورا د مشر له استعفا څخه تر اوسه په رسمي ډول نه دي خبر شوي.
د ياد ولايت د والي مرستيال محمدجان رسوليار وايي، تر اوسه نه په ليکلي ډول او نه هم په شفاهي ډول د محمد داود ګلزار له پرېکړې خبر شوى؛ ځکه نو د هغه د استعفا په اړه څه نه شي ويلی.
هغه زياته کړه، دوى به هڅه وکړي، چې هغه له خپلې استعفا څخه بېرته راوګرځوي.
محمد داود ګلزار شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې د ازادو ټاکنو له لارې د زابل د سولې عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو او پرون يې له خپلې دندې استعفا وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن