ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ادارې د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکوي

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ادارې د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکوي

author avatar
5 Mar 2013 - 15:51
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ادارې د همکارۍ هوکړه ليک لاسليکوي
author avatar
5 Mar 2013 - 15:51

کابل (پژواک ١٥ کب ٩١): په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو ترمنځ د همکاريو پر يو هوکړه ليک لاسليک وشي.

دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډ مسوولينو د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته کړې دي. د پاکستان کرکـټ بورډ د مطبوعاتو لوى مدير (جنرال منېجر) نديم سرور د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى تېره مياشت له افغان پلاوي سره ګټورې خبرې کړي او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک لاسليک شي. هغه زياته کړه، چې اوس مهال دغه هوکړه ليک تر پروسې لاندې دى او په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو مسوولين پرې لاسليک وکړي. نديم سرور هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې د پاکستان کرکټ بورډ د همکارۍ له دغه هوکړه ليک څخه په شا شوى دى. د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورالله مراد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره مياشت يې د يوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان په لاهور ښار کې د پاکستان کرکـټ بورډ له مشر ذکا اشرف او نورو چارواکو سره ګټورې خبرې وکړې. هغه زياته کړه، د دغو خبرو پر مهال د دواړو لورو ترمنځ پرېکړه وشوه، چې په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر يوه هوکړه ليک لاسليک وکړي. د ډاکټر مراد په وينا، د دغه هوکړه ليک له مخې به د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې د کرکټ يو ورځنۍ او شل اووريزې نړيوالې لوبې ترسره شي. دغه راز نوموړى وايي، چې د هوکړه ليک له مخې به پاکستان د افغانستان له کرکټ بورډ سره په بېلابېلو تخنيکي برخو کې مرستې او همکارۍ کوي. د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وويل، چې د هوکړه ليک له مخې به د پاکستان په کورني کرکټ کې د افغانستان د کورني کرکټ يوه پياوړې لوبډله ګډون وکړي، دغه راز پاکستان به د افغانستان روزونکو او لوبڅارانو (امپايرانو) فيزيو، انالسټانو او د لوبغالو جوړوونکو ته روزنيز کورسونه هم جوړوي. د هغه په وينا، پاکستان ژمنه کړې، چې هر کال به د افغانستان بېلابېلو لوبډلو ته له پنځو څخه تر شپږو اونيو کې روزنيز کمپونه هم د پياوړو نړيوالو روزونکو په شتون کې په لاره اچوي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.