ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګيان په پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي

د ګيان په پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
5 Mar 2013 - 09:42
د ګيان په پېښه کې پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
5 Mar 2013 - 09:42

خوست ښار (پژواک ١٥ کب ٩١) امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا د ګيان ولسوالۍ پر ودانۍ شوي ډله ييز ځانمرګي بريد کې پنځه پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ چې له يوه پلاوي سره سيمې ته تللى، د کب په ١٥مه پژواک اژانس  ته وويل، چې بېګا شپه نهې بجې د ګيان ولسوالۍ پر ودانۍ لومړى موټربم چاودنه شوې او وروسته پرې په ډله ييز ډول وسله وال بريد شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې دمګړۍ د دوى د معلوماتو له مخې ، په دغه بريد کې څلور ملي او يو سرحدي پوليس وژل شوي دي.

هغه وايي، چې د ولسوالۍ ودانۍ بشپړه ويجاړه شوې، خو کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي، ځکه چې دوى اوس هم د مړو او ټپيانو په راويستلو بوخت دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې لومړى د يوه طالب له خوا ځانمرګى او وروسته ډله ييز وسله وال بريد هم شوى دى.

نوموړي ويلي، چې په دغه بريد کې لسګونو کورنيو او بهرنيو سرتېرو او د هغوى بهرنيو سلاکارانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.