ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف ښار کې د افغان-ترک دوستۍ ۹۲مه کليزه ونمانځل شوه

author avatar
5 Mar 2013 - 19:38
author avatar
5 Mar 2013 - 19:38

مزار شريف (پژواک ١٥ کب ٩١): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان-ترک د دوستۍ ۹۲مه کليزه د سما نڅا په تر سره کولو ونمانځل شوه.

د دواړو هېوادونو د دوستۍ د کليزې په وياړ غونډه د کب په ۱۵مه، تر مازيګر وروسته په مزارشريف کې د ترکيې هېواد قونسلګرۍ او د بلخ ولايت مقام له خوا ونمانځل شوه، چې د مرکز له ځينو لوړپوړو چارواکو سربېره د شمالی ولايتونو يو شمېر دولتي چارواکو هم په کې برخه اخيستې وه.

د غونډې په اوږدو کې له ترکيې څخه د سما نڅا “صوفيانه نڅا” ۱۶کسيزې ډلې د غونډې ګډونوالو ته د مولانا جلال الدين محمد بلخي له اشعارو او موسيقۍ سره صوفيانه ارامه نڅا وکړه.

په دغې ډله کې يې اوو کسانو په نڅا او پاتو يې په موسيقي او شعر ويلو کې برخه واخيسته.

نڅاګرو د سپينو جامو له پاسه تورې چپنې اغوستې او قرقل ته ورته اوږدې خولۍ يې پر سر کړې وې، چې د نڅا په اوږدو کې يې تورې چپنې وغورځولې.

دغه نڅا ارامه او په دايروي شکل اتڼ ته ورته تاوېدو په توګه ترسره شوه، چې د غونډې ګډونوال ورته غلي ناست وو.

د غونډې په لومړۍ برخه کې په مزارشريف کې د ترکيې د قونسلګرۍ مسوول بارش ايمديج د خپلو خبرو په ترڅ کې، افغانستان او ترکيه ګډ تاريخ او فرهنګ لرونکي هېوادونه په ګوته کړل.

نوموړي زياته کړه، له نن څخه ۹۲ کاله مخکې د افغان او ترک باچاهانو ترمنځ د دوستۍ لاس ورکړل شوی وو، چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې دغه دوستي په دواړو هېواودونو کې په ښه توګه نمانځل کېږي.

د هغه په وينا، د يادې دوستۍ په پيدا کېدو او ژوندۍ ساتلو کې د افغانستان د مولانا جلال الدين بلخي ډېر اغېز دی، چې په بلخ کې پيدا او په قونيه ښار کې يې وخت تېر کړی دی.

د بلخ والي عطامحمد نور هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان- ترک په دوستي خوښي څرګنده کړه.

نوموړی له ترکيې څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د پوهنې په برخه کې د څو کلونو چارو په ترڅ کې يې د دغه هېواد په بيارغونه کې هم برخه اخيستې ده.

د هغه په وينا، که چېرې دغه دوستي همداسې وساتل شي، نو د دواړو هېوادونو لپاره به ښه وي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.