فيض اباد (پژواک ۱۶ کب ۹۱): د ملي اردو او پوليسو ۱۶ سرتېري د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي او مړي يې سيمه ييزو چارواکو ته سپارل شوي دي.
د بدخشان ولايت د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي اردو او پوليسو يو کاروان درې ورځې وړاندې د وردوج ولسوالۍ په غنيو سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو او ۲۳سرتېري ترې طالبانو ونيول.
هغه زياته کړه، چې له دې پېښې يوه ورځ وروسته د ملي اردو ۱۶سرتېري طالبانو پر ډزو ووژل، چې مړي يې تېر ماښام د سيمې د اوسېدونکو له خوا ځايي چارواکو ته وسپارل شول.
راسخ وايي، چې ډېړی مړي د ملي اردو د سرتېرو دي.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي، چې اوه نور سرتېري د طالبانو په بند کې وو، چې د ځايي خلکو او سپين ږيرو په منځګړيتوب خوشي شوي دي.
هغه زياته کړه، تصميم لري، څو ډېر ژر له ځايي چارواکو سره تر تفاهم وروسته ورودج ولسوالۍ د چاڼيزو عملياتو له لارې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړي.
تر دې وړاندې ځايي چارواکو ويلي وو، چې په وردوج ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال يو پوليس او د ملي اردو يوه سرتېرى وژل شوي او شپږ کسه ټپيان دي.
د هغوی په وينا، شپږ وسله وال طالبان هم د هغوی د قوماندان په ګډون وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
خو طالبانو ويلي وو، چې په دې نښته کې يې د ملي اردو ۱۵ سرتېري وژلي، ۱۲ يې ژوندي نيولي، اته رينجر موټر يې ويجاړ کړي او له مهماتواو وسلو ډک دوه رينجر موټر هم د دوی لاس ته لوېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې يو لوړ پوړی دولتي پلاوی د وردوج ولسوالۍ له خونړۍ نښتې وروسته دې ولسوالۍ ته واستول شو.
د بدخشان د والي وياند وايي، چې په دغه پلاوي کې د شمال زون د ملي اردو د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان زلمی ويسا، والي، د ملي امنيت رييس او د بدخشان امنيه قوماندان شامل دي، چې حالات به وڅېړي.
هغه زياته کړه، چې دغه پلاوي له مشرانو مخورو او ديني عالمانو سره ناستې وکړې، څو ددولت له وسله والو مخالفينو سره په دې ولسوالۍ کې د سولې او امن په برخه کې خبرې وکړي.
د ويلو ده، چې د روان کال د لړم مياشتې په وروستيو کې هم په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه، چې په ترڅ کې يې څلور پوليس او يو شمېر طالبان وژل شوي وو.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن