ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تر ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيانو پاتې کېدل به د جلا موافقو له مخې وي”

“تر ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيانو پاتې کېدل به د جلا موافقو له مخې وي”

کابل (پژواک ١٦ کب ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي، کوم هېوادونه چې غواړي تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي، بايد په جلا ډول له افغانستان سره موافقه وکړي.

ولسمشر کرزي، چې د کب په ١٦مه يې د ملي شورا د شپاړسمې تقنيني دورې د درېيم کال د غونډې د پرانيستې پر مهال د جرګې غړو ته وينا کوله، وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د هېڅ هېواد سرتېري د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې نه شي پاتې کېداى.               

هغه زياته کړه، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره داسې اړيکې غواړي چې ملي حاکميت ته يې درناوى وشي او د برابرۍ اصل په کې په پوره ډول رعايت شي.

د نوموړي په وينا، امنيتي تړون له امريکا سره هم د افغانستان پر ملي ګټو بنا دى.

ولسمشر کرزي وويل، وړمه ورځ د ناټو سکرتر جنرال ورته ويلي، چې ډېر هېوادونه غواړي تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

خو هغه زياته کړه، هر هېواد چې غواړي له افغانستان سره د مرستې په موخه پاتې شي او سرتېري يې په افغانستان کې حضور ولري، بايد په جلا جلا ډول له افغانستان سره موافقه وکړي.

کرزي زياته کړه: “هر هېواد چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، له افغانستان سره به بېله موافقه کوي د افغانستان شرايط به مني او د هماغو شرايطو پر اساس به پاتې کېږي.”

دى وايي، چې افغانستان له ناټو سره په عمومي ډول بېلې اړيکې لري.

حامد کرزي وويل، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د نورو هېوادونو پاتې کېدل نه يواځې د افغانستان په ګټه دى، بلکې بهرنيو هېوادونو ته هم ګټه لري.

هغه زياته کړه: ((دا يو اړخيزه معامله نه ده، زموږ د ګټو ترڅنګ طبيعي ده چې د هغوى ګټې هم په نظر کې نيول کېږي.

نوموړي وويل، چې د بهرنيانو د حضور پرېکړه به د افغانستان ولس کوي.

کرزي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه د افغانستان حکومت په ډېر دقت او جديت سره له بهرنيانو سره په خبرو دى.

ده زياته کړه: “د دې توافقاتو هېڅ يوه برخه او هېڅ زاويه له دقت څخه لرې نه پاتې کېږي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.