ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال مېټس: تر وتلو مخکې به افغانانو ته ډرون ټيکنالوجي ولېږدوو

author avatar
7 Mar 2013 - 16:06
author avatar
7 Mar 2013 - 16:06

واشنګټن (پژواک ١٧ کب ٩١): د امريکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جيمز مېټس وايي، چې تر وتلو مخکې غواړي افغانانو ته د بې پيلوټه الوتکو ټيکنالوجې انتقال کړي.

جنرال مېټس دغه څرګندونې پرون د امريکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې، چې له دې ټيکنالوجۍ سره به افغانان وکولى شي، چې د خپل هېواد له سرحدونو په ښه توګه څارنه او ساتنه وکړي.

خو نوموړي وويل، چې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، چې په کومه کچه به د بې پيلوټه الوتکو (ډرون) ټيکنالوجي افغانانو ته ورکول کېږي.

جنرال مېټس وايي: ((افغانان اوسمهال د دې ټيکنالوجۍ په کارولو نه پوهېږي، خو دا زموږ په لومړيتوبونو کې ده، چې تر وتلو مخکې دغه وړتيا افغانانو ته ورکړو.))

د هغه په وينا، امريکا په اوږدودمهاله پروسه کې په دې هڅه کې ده، چې دا ټيکنالوجي او وړتيا افغانانو ته انتقال کړي، څو له دغه هېواد څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته افغان ځواکونه په ښه توګه له خپلو سرحدونو ساتنه او څارنه وکړى شي.

ده زياته کړې: ((ما د نړۍ په ډېرو برخو کې پوځي فعاليتونه ترسره کړي، خو د افغانستان د سرحدونو په څېر مې له پوځي اړخه سختې او ستونزمنې سيمې نه دې ليدلي.))

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مېټس وايي، چې افغانانو ته د ډرون ټيکنالوجۍ د لېږد د څرنګوالي پرېکړه به ولسمشر بارک اوباما کوي.

هغه وايي: ((موږ به وګورو، چې ولسمشر بارک اوباما په کومه کچه دغه ټيکنالوجي افغانانو ته پرېږدي، موږ به دا هم ګورو چې په دې برخه کې افغان ځواکونو ته په کومه کچه روزنه ورکولى شو.))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.